د لاسرسي ځای

پاړه چنار حملې: حکومت د ترهګرۍ خلاف تګلاره لري؟


د پاړه چنار بمي حملې ځای.

د پاړه چنار بمي حملې ځای.

پراګ - د قبایلې سیمې کورمې په پاړه چنار کې د جمعې پر ورځ په دوو بمي چاودنو کې له ۵۰ زیات کسان ووژل شول، چې زیاتره شمېر یې د اهل تشیع وه.


دا په ياکستان کې د شیعه ګانو پر ضد یوه بله خونړۍ پېښه ده. تر دې وړاندې په کوټه کې پر هزاره ګانو په بریدونو کې په سلګونه خلک وژل شوي دي.

د پاړه چنار د پېښې پړه د انصارالمجاهدين په نامه يوې وسله والې ډلې منلې ده.

د دفاعي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډییر محمود شاه وایي، داسې ښکاري حکومت د ترهګرۍ روانو پېښو مخنیوي او د ترهګرۍ ختمولو په اړه د سختې پالیسۍ په جوړولو کې ناکامه دی:

((داسې ښکاري په دې وخت کې حکومت هیڅ کار نه کوي. او بیا مرکزي او د خیبر پښتونخوا حکومتونو دا ویلي چې دوی به د خبرو اترو له لارې دا مسله حل کړي. دا یو کمزوری موقف دی. کله وايي، پر دې به ټول ګوندیزه غونډه کوو او بیا به څه فیصله کوو.))

په پاکستان کې د نوي حکومت تر راتګ وروسته یو ځل بیا له وسله والو طالبانو سره د خبرو له پاره وړاندیز ورکړل شو، خو په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې د طالبانو یوه لوړ پوړي قوماندان ولي ولي الرحمان تر وژنې وروسته طالبانو د سولې له خبرو انکار وکړ.

څېړونکي وايي، د حکومت تر بدلېدو وروسته هم په حالاتو کې هیڅ ښه والی نه دی راغلی.

د واکمن ګوند مسلم لیګ (نواز) مرکزي ویاند صدیق الفاروق وايي، دوی هڅه کوي په هیواد کې د امنیت صورتحال ښه کړي:

((که فرقه ییزې نښتې دي او که د ترهګرۍ نورې پېښې دي، په دې ټولو کې د خلکو ژوند ضایع کېږي. او په پاکستان کې له بده مرغه ترهګرې حملې یواژ د هیواد له دننه نه، بلکې له بهره هم کېږي. له بهره پیسې او وسله راځي نو ځکه موږ کوشش کوو چې د پاکستان له ګاونډیو هیوادونو سره ټولې شخړې ختمې شي او د امنیت ښه کولو په لړ کې باید صوبايي حکومتونه هم کار وکړي او هغوی لګیا دي. موږ هم هڅې کوو. په خیبر پښتونخوا کې باید د تحریک انصاف حکومت دې مسلې ته پام وکړي. د پاړه چنار خلک دې ځان یوازې نه احساسوي. خو دوی دې ضرور هلته انتظامیې او حکومت ته ووايي چې دا څوک دي [چې دا کارونه کوي.]))

پخوانی برېګېډییر محمود شاه وايي، په تېر حکومت کې به هم صوبايي وزیران د پېښې ځای ته لاړل او خلکو ته به د حکومت د موجودګۍ احساس کېده، خو اوس حالات له هغې هم خراب ښکاري:

((زه وایم که دا حکومت دې ته پام و نه کړي، او په کې چې دوی څومره وخت اخلي، خلک به تر تنګ شي. په خیبر پښتونخوا کې خلک دا هم وايي چې دا حکومت به تر وخته مخکې نسکور شي. د عمران خان چې کومه پالیسي ده نو دوی به تر وتښتي. او زما په خیال که یوه بله حمله په پېښور کې وشوه نو دا وزیران به وتښتي.))

برېګېډییر شاه وايي، باید اوسني صوبايي او مرکزي حکومتونه د ترهګرۍ ختمولو له پاره یوه روښانه او سپینه تګلاره خپله کړي چې اصلاً دوی د وسله والو ډلو ختمولو له پاره څه کول غواړي!!
XS
SM
MD
LG