د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې له خلکو وسلې ټولې کړل شوې دي


ښرنه - د افغانستان په پکتیکا ولایت کې ۵۲ میله هغه سپکې او درنې وسلې ډایاګ یا د بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارل شوې، چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ منسوبینو د نوموړي ولایت په بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو او تلاشیو پرمهال نیولې وې.


د پکتيکا ولايت د امنيه قوماندانۍ په انګړ کې په دوو اوږدو میزونو یو شمیر هغه سپکې او درنې وسلې اېښودل شوې وې، چې د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ د مسوولینو په وینا په دې وروستیو کې د پولیسو له خوا په یو شمیر عملیاتو او ځینې يې هم د تلاشیو پر مهال له غیر مسوولو اشخاصو څخه نیول شوې دي.

هغه مراسم چې تیره ورځ ډایاګ یا د بې وسلې کولو پروګرام ته د نوموړو وسلو د سپارلو په موخه امنیه قوماندانۍ کې جوړ شوي ول، پکتیکا والي محب الله صمیم د رسنیو خبریالانو ته وویل، چې ډایاګ ته د وسلو سپارنه د ولسمشر د حکم په رڼا کې په دې موخه تر سره کیږي، چې زموږ کلي او سیمې د غیر قانوني
وسلو د شتون له ګواښ څخه وژغورل شي:

((دلته په میزونو باندې زموږ په مخکې ۵۲ میله مختلفه اسلحه ایښې ده، چې په دې وسلو کې دوه اتیا ملي متري توپ په کې دی، ار پي جي ون راکټونه دي، پیکاوې دي، کلاشینکوفونه دي، مختلف النوعه مهمات دي او دا د پکتیکا ولایت د امنیه قومانداني ويښو او بیدارو پولیسو له خوا په مختلفو عملیاتو کې له دښمن نه نیولي دي او لاسته راغلي دي، چې نن يې مخامخ له امنیه قوماندانۍ څخه د ډایاګ پروسې و مسوول ته تسلیموو، دا هغه کړنه ده چې موږ يې ترسره کوو، کوم چې د هیواد د جلالتماب ولسمشر له حکم سره سم ترسره کیږي، موخه يې دا ده چې کلي او سیمې مو د وسلو له خطر څخه وژغورل شي.))

امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدران د وسلو او مهماتو د نوعیت او څرنګوالي په تړاو وویل، چې په يادو ۵۲ ميله نيول شويو سپکو او درنو وسلو همدرانګه مهماتو کې:

پینځه راکټونه، دوې پيکاوې، ۲۴ ميله کلاشنکوفونه، ۲۰ ميله انګریزي ټوپک، درې سوه کيلو ګرامه امونيم نايترېت مواد، لس صندوقه د زېکويو او دهشکې ګولۍ او نور ډېر مهمات شامل دي.
XS
SM
MD
LG