د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوادر کې اووه پاکستاني ساحلي ساتونکي وژل شوي دي


په بلوچستان کې د ګوادر په سیمه کوړکي کې د ساحلي ساتونکو پر پوستې حمله شوې ده.

د چارواکو په خبره، په دې حمله کې اووه کسان وژل شوي دي. د ساحلي ساتونکو یوه کس اسرار له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت دا تصدیق هم وکړ چې په دې حمله کې پینځه ساتونکي ژوبل شوي دي.

هلته د بلوڅ ملتپالې بیلتون غوښتونکې ډلې بلوڅ لېبرېشن فرنټ (د بلوڅانو خپلواکۍ جبهه) د دې حملې پړه منلې ده.

په دې وروستیو کې د پاکستان او چین تر منځ د یوه تړون تر مخې ګوادر بندر په بشپړه توګه چین ته ورکړل شو.

تر دې وروسته د بلوڅانو دا لومړۍ حمله وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG