د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان تړون ګڼ خنډونه لري


د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاد
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاد

که چرې امریکا او افغانستان د ستراټیژیک تړون پر راضي کیدو ناکامه راشي ــــ نو دا به یو لوی ستراتیجیکي زیان وي.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاد په یو مقاله کې لیکلي ـــــ له ۲۰۱۴ کال وروستو په افغانستان کې ــــــ د امریکايي ځواکونو د شتون یا نه شتون پر موضوع د امریکا او افغانستان ترمینځ د تړون یا معاهدې نه کیدو خطر شته.


زلمې خلیل ذاد لیکي ـــــ دواړه هیوادونه غواړي چې په یوه امنیتي لوظنامه خبرې وکړې خو ولسمشر اوباما له ولسمشر کرزي نهیلی دی او غواړي چې راروان کال په افغانستان کې د امریکا کردار ته د پای ټکې کېږدي.

د ولسمشر کرزي له خوا په امریکا تورونو ــــ د امنیتي لوظنامې لپاره د اوباما انتظامیې ـــ لېوالتیا سړه کړې ده. د کال ۲۰۰۹ م په ټولټاکڼو کې د امریکا له خوا ــــ د درغلۍ تورونو ـــــ ته کرزی داسې ګوري چې ګني دا د هغه او د هغه د کورنۍ د بدنامولو او هغه ته په ټولټاکڼو کې د ماتې لپاره لګول شوي ول.

د پاکستان په اړه د امریکا په پالیسۍ هم کرزی خوشاله نه دی. په پاکستان کې د وسله والو د پټنځایونو پرضد د واشنګټن له خوا ګام نه پورته کولو کرزی نهیلی کړی دی.

د کرزي په نظر کې په دوحه کې د طالبانو دفتر پرانستل ـــــ د افغانستان د ویشلو لپاره د امریکا او پاکستان ګډ سازش وو ــــ کرزي په دې موضوع ــــ اوس د طالبانو ضد افغانان نه یوازې د پاکستان بلکې د امریکا پر ضد هم رایوځاي کوي.

زلمی خلیل زاد وړاندې لیکي ــــــ اوباما انتظامیه په بنیادي توګه القاعده ته ماتې ورکول غواړي خو افغانستان ته د القاعده په ګډون د طالبانو او په پاکستان کې مېشت ـــــ یو شمیر وسله والو ټولګو نه خطر پیښ دی. له دغه کبله د واشنګټن او کابل ترمینځ ـــــ د ستونځې د هواري په اړه جلا جلا نظرونه دي.

که چرې دواړه هیوادونه په دې لوظنامه په راضي کیدو کې پاتې راشي ــــ نو دا به یو لوی ستراتیجیکي زیان وي. افغانستان کې د اسانتیاؤ د نیشتوالي له کبله به ــــ په سیمه کې د القاعده پر ضد ډرون بریدونه ودریږي ـــــ له دې سره به په لویه کچه امریکا له افغانستانه په شا شي ــــ


چې ورسره به د هیواد دننه جګړه لا ګړندۍ شي ـــــ او د خالي ځای ډکولو لپاره به پاکستان، هند، ایران، چین او روس ته په افغانستان کې د مداخلت موقعه په لاس ورشي.

زلمی خلیل زاد په پای کې لیکي ــــ واشنګټن اوس هم د خبرو اترو عمل له ناکامۍ ژغورلی شي ـــــــ خو د دې لپاره باید نوې لار خپله کړي ــــ او دا لوظنامه یوازې داسې وړاندې نه کړي چې ګني دې سره افغانستان له یوې لويې تباهي نه خوندي پاتې کیدای شي ـــــ بلکې امریکايي چارواکي دا د افغانستان د پوځي، سیاسي، او اقتصادي ادارو د پیاوړي کولو لپاره په کار راولي او ولس ته يي دغه شان وړاندې هم کړي. واشنګټن باید له بهره د افغانستان پر ضد د یرغل په اړه د افغانانو ویرې هم په پام کې ونیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG