د لاسرسي ځای

تازه خبر

زما د ځوانیمرګې حسیبې شهید په یاد


ای حسیبې!
زما لپاره خو هرڅه ته وې
رښتیا هم چې:
ايا ژوند دغه دى؟
اوس له تا پرته په دې ژوند کې ډېر خفه يم.

ستا د ژوند ملګرى

​دا هم د حسيبې شهيد دوه شعرونه، چې ډېر درد او کړاو په کې پروت دى:

اسمان ژاړي
دریاب ناڅي
ورته ځیر شه!
دغه ژوند دی؟!


د ژوند په اړه په یوه بل شعر کې پوښتي:

ژوندون څه دی؟
د شتمن منډه
چې یې خواړه هضم شي
د غریب منډه
چې څه پیدا کړي د خوړو لپاره

XS
SM
MD
LG