د لاسرسي ځای

خو د پاکستان سپريم کورټ د ځانګړی ځواک نوټيفيکيشن رد کړی دی او ويلې دي چې دا صرف کاغذي کاروايي ده.

د پاکستان وفاقي حکومت د بې درکه شوو خلکو په اړه ځانګړی وفاقي ځواک (فيډرل ټاسک فورس) جوړ کړی دی چې د هر ورک شوي تن د معاملې جاج به اخلې او د هغې راپور به اړونده چارواکو او سپريم کورټ ته هم وړاندې کوي.


د دې ځانګړی ځواک مشري به د داخله چارو وزارت ايډيشنل سيکټري کوي او په دې کې به د څلورو واړو صوبو پوليسو ايډشنل انسپکټر جنرلان، د کورنو چارو چارواکي (هوم سيکرټران)، مرستیال ځارنوالان (ايډشنل اټارني جنرل)، د ای ايس ای او د پوځ اهلکاران به هم شامل وي.

دې ځانګړی ځواک اهلکاران به د بې درکه شوو خلکو کورنو سره ملاقاتونه کوي او د هغوي خلاف د مختلفو ادارو سره د مختلفو ادارو له طرفه شوې پلټنو په اړه معلومات به هم حاصلوي.

د دې ځانګړی ځواک لومړۍ غونډه به د روانې مياشتې په ٢٩ نېټه کيږي.

د حکومت له اړخه د ځانګړی ځواک د جوړيدو په باب په سپريم کورټ کې د بې درکه شوو خلکو د مقدمې وکيلې امنه مسعود جنجوعه مشال راډيو ته وويل چې سپريم کورټ د ځانګړی ځواک نوټيفيکيشن رد کړی دی او ويلې دي چې دا صرف کاغذي کاروايي ده.

په دې اړه سنجيده کوشش په کار دی.

دا زياتوي چې د دې مقدمې اوريدنه به د روانې مياشتې په دويمه نيټه کيږي.

" حکومت ته سپريم کورټ وويل، چې د اګست په دويمه نيټه تاسو رپورټ وړاندې کړی، چې د حکومت څه نظر دی او څه پاليسي يې د بې درکه خلکو لپاره جوړه کړيده. او زما خيال دا دی چې څنګه مخکې نورو حکومتونو خپلو وختونو کې کړی وو نو دا حکومت هم د هغې په لاره روان دی. چيف جسټس ډير سخت ټکي په دې اړه استعمال کړي دي چې دا کوم د بې درکه خلکو خپل خپلوان دی هغې منډې ترړې وهې او د حکومت لخوا ورته هيڅ هوساینه (رېليف) نه دی ورکړل شوی او دا ټوله ذمه واري په حکومت راځي،"

د قانوني چارو کار پوه شاه خاور وايي چې اټارني جنرل ته د سپريم کورټ د حکم په رڼا کې دا ټاسک فورس جوړ کړل شوی دی نو اميد دی چې څه نا څه بهتري به په دې کيس کې راشي.

"دې ځانګړی ځواک سره به د بې درکه شوو خلکو په کيس ډير فرق پرېوځي ځکه چې د پاکستان سپريم کورټ په دې معامله حساسه دی. او حکومت ته هم په کار ده چې قوانين داسي جوړ کړي چې څوک داسي سړی چې هغه د تره ګرې په کارونو کې ککړ وي او يا د رياست په خلاف هلو ځلو کې ککړ وي نو قانون دې ورته داسي جوړ کړل شي چې هغه تر عدالتي عمل لاندې وي"

د ذکر ده چې د بې درکه شوو خلکو معامله ٢٠٠٦ کې هغه وخت مخې ته راغلې وه کله چې سپريم کورټ د مسعود جنجوعه او د نورو بې درکه شوو خلکو په معاملې د خپلې اندې نوټس اخيستی وو.
XS
SM
MD
LG