د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: په باړه اکا خیلو کې ۲۰ تنه مړي وموندل شول


د خېبر پولیټیکل انتظامیې د یو چارواکی په وینا دغه وژل شوي وسلوال یې تیره شپه د شاه کس لیویز مرکز سره نزدې خاورو ته سپارلي دي

د پاکستاني پوځ د اطلاعاتو ادارې (ای اېس پي ار) یو چارواکي خپل نوم نه خپرولو په شرط بېګا شپه(زیارت جمعه شپه) مشال ریډیو ته وویل، چې(( بېګا ماښام د خیبر اېجنسۍ په باړه اکا خیلو زاوه او خاونګۍ سیمه کې د شلو(۲۰) وسلوالو کسانو مړي موندل شوي دي، چې په ډزو ویشتل شوي دي.


دوی وویل چې دغه وسلوال په اکا خیلو سیمه کې له تیرو څلورو ورځو راهیسې روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي، د دوی په خبره کله چې یې پرون (پنجشنبې ورځ) په دې سیمه کې د لټون عملیات کول او دغه سیمه یې پاکه وله نو دغه مړي ورته تر لاسه شول او د شاه کس لېویز مرکز ته یې یوړل، خو په دستي توګه یې پېژندګلو نه شو په ډاګه کولی چې له کومې وسلوالې ډلې سره تړاو لري))

د خېبر پولیټیکل انتظامیې د یو چارواکی په وینا دغه وژل شوي وسلوال یې تیره شپه د شاه کس لیویز مرکز سره نزدې خاورو ته سپارلي دي.

​خو وسلوالو لا په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د ازادو سرچینو له لوري د دې پېښې تصدیق شوی دی، چې دا وسلوال دي او که ولسي وګړي دي؟ او نه هم د دغو وژل شوو کسانو خپل خپلوانو یا کورنیو څه ویلي دي. نه هم دغه مړی میډیا ته هم ښکاره نه کړل شوي دي.

د پوځي چارواکو په وینا په دې وروستیو کې یې د باړې په اکا خیلو سیمه کې د وسلوالو پرضد د پراخه کچ عملیات تر سره کړي دي او د هیلي کاپټرو په مرسته یې هم د وسلوالو مرکزونه په نښه کړي دي چې په نیتجه کې یې په تیرو دوه اونیو کې یو شمیر وسلوال وژلي دي او د دوی سرتېرو ته هم په کې زیانونه اوښتي دي.

دوی زیاته کړه چې د اکا خیلو خاونګی سیمه د وسلوالو مضبوط پټن ځای وو او دې ځای نه به وسلوالو په پيښور،کوهاټ او اکاخیلو کې خپل فعالیتونه کول.

یاده دې وي چې په باړه سیمه کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځي عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ پکې د نښتو په مهال نه یوازې دواړو خواوو ته زیانونه اوښتي دي بلکې ولسی وګړو ته هم پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

​د ویلو وړ ده چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې هم د باړې په عالم ګودر سیمه کې د اتلسو (۱۸) ولسي وګړو مړي موندل شوي ول چې بیا ځايي خلکو احتجاجا په پيښور کې د خیبر پښتونخوا ګورنر د کور یا ګورنر هاوس مخې ته ایښي ول.

ځای خلکو او خپل خپلوانو یې د وژلو تور پر امنیتي سرتیرو باندې لګولی وو،خو امنیتي سرتیري په بیا بیا په باړه کې د عامو خلکو له وژلو انکار کوي.

د باړې په زیاتره برخه کې اوس هم کرفیو ده او ټول بازارونه، روغتونونه او تعلیمي ادارې په کې تړلې پرتې دي.

د کډوالو نړیوالې ادارې (یو این ایچ سی ار) د وینا تر مخې یوازې د باړې تحصیل د بد امنۍ له امله څه د پاسه درې لاکه خلک بې کوره شوي دي، چې دا مهال یې ځینې کورنۍ په جلوزو کډوالو کیمپ کې هم ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG