د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: د يو قومندان په ګډون ۴ تنه وسله وال ووژل شول



چارواکي وايي، د پنجشنبې پر ورځ بهرنيو سرتېرو غزني ښار ته څېرمه عمليات کړي دي، چې په کې د يو قومندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي. له نيولو شويو کسانو سره وسلې او يو د ځانمرګو واسکټ هم نيول شوی دی.


چارواکي وايي، تېر ماښام د غزني ښار اړوند په موشکان سيمه کې ګډو ځواکونو د طالبانو پر ضد عمليات کړي دي، چې په کې د طالبانو يو تن وتلی جنګي قومندان له دريو نورو ملګرو سره وژل شوی او پنځه نور وسله وال ژوندي نيولي شوي دي.

چارواکي د وژل شوي قومندان نوم ملا معاذ ښيي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، له وسله والو سره وسلې او د ځانمرګو يو واسکټ هم نيول شوی دی.

د ده خبره، ملامعاذ به له ځان سره ځانمرګي ګرځول او وخت نا وخته به يې پر کورنيو او بهرنيو سرتېرو بريدونه هم کول.


"په دغه سيمه کې د طالب وسله والو يو خطرناک ګروپ ځای پر ځای شوی وو، چې مشري يې ملا معاذ کوله، له ډېره وخته راهيسې دغه کس په سيمه کې فعال وو، چې له ځان سره به یې ځانمرګي بريد کوونکي ګرځول، ماينونه به يې جوړول، چاودنې به يې کولې او پر ګډو ځواکونو به يې بريدونه کول. د دغو عملياتو پر مهال چې هوايي ځواک هم په کې برخه اخيستې، ملا معاذ له دريو نورو ملګرو سره وژل شوی او پنځه نور ملګري يې د ځانمرګو له يو واسکټ سره ژوندي نيول شوي دي، چې اوس د امنيتي ځواکونو په ولکه کې دي."

ځينې سرچينې وايي، وژل شوي او نيول شوي طالبان د يو کور په حوض کې لمبېدل، چې هوايي ځواک په نښته کړي دي.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
وړمه ورځ د اندړو ولسوالۍ په جوی چهار کلي کې هم په يو جومات کې چاودنې پنځه تنه وسله وال وژلي وو.
XS
SM
MD
LG