د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبرایجنسۍ:په اکاخېلو کې ۲۰ تنه مړي موندل شوي



پاکستاني چارواکي وايي ، پرون د پنجشنبې پر ماښام د قبایلي سیمې خیبر د باړې په اکاخېلو کې د ۲۰ کسانو مړي موندل شوي دي چې په ډزو ویشتل شوي ول.


د پوځ د اطلاعاتو د څانګې یا (آی ایس پي آر) یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا کسان وسله وال ول چې په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.

د خیبر ایجنسۍ انتظامي چارواکي وايي، د دې کسانو پېژندګلوي لا نه ده شوې او دا مړي بېګا له شپې خاورو ته سپارل شوي دي.

تر اوسه ازادو سرچینو دا تصدیق نه دی کړي چې ایا دا مړي د وسله والو ول که نه د ولسي وګړو.

هیڅ یوې وسله والې ډلې هم په دې اړه لا څه نه دي ویلي. دا مړي خبریالانو ته هم نه دي ښودل شوي.

د خیبر ایجنسۍ په باړه کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د لښکر اسلام وسله والې ډلې پر ضد پوځي عملیات روان دي او وخت نا وخته په کې داسې پیښې رامنځ ته کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG