د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی ولسمشر نوم لري اختيار نه


په پاکستان کې د ولسمشر ټاکنه د هيواد د قومي اسمبلۍ، سېنېټ او صوبايي اسمبليانو غړي کوي.

د پاکستان سپريم کورټ پرېکړه کړې چې په دې هيواد کې به د ولسمشر لپاره ټاکنې د روانې مياشتې پر ۳۰مه نېټه تر سره کيږي. په دې لړ کې واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې ممنون حسېن، تحریک انصاف ګوند جسټس ریټایرډ وجیح الدین او پیپلز پارټۍ، عوامي نېشنل پارټۍ او بلوچستان نېشنل پارټۍ عوامي ډلې په شريکه رضا رباني د خپلو صدارتي امیدوارنو په توګه نامزد کړي دي.


د نوم ورکولو د کاغذانو جمع کولو سربېره ځيني سياسي ګوندونه لګيا دي چې د خپل اميدوار لپاره د زياتو رايو تر لاسه کولو په خاطر د نورو ګوندونو ملاتړ تر لاسه کړي. دا چې په پاکستان کې د ولسمشر رول او اختيارات څه دي چې د ټاکنې لپاره يې سياسي ګوندونو هلې ځلې پېل کړي دي؟ په اسلام آباد کې د قانوني چارو کارپوه قاضي انور وايي، په پارليماني نظام کې له ولسمشر سره اختيارات نه وي بلکې هغه هر څه د وزيراعظم په مشوره کوي.

((د پاکستان په آيين کې د اتلسم ترميم نه پس د پاکستان صدر [ولسمشر] يو پارليماني صدر دی. مطلب دا چې ټول اختيارات د پارليمان وي او د پارليمان مشر وزيراعظم وي. نو هغه ټول اختيارات لکه د حکومت چلول او د حکومت انتظام د وزيراعظم په لاس کې وي. د آيين له مخې په پاکستان کې چې څومره احکامات جاري کيږي، هغه به د صدر په نوم کيږي خو صدر په آيين کې پابند دی چې هغه به د وزيراعظم مشوره مني.))

که څه هم په تيرو وختونو کې ځينو ولسمشرانو د پارليمان د ړنګولو امر کړی او وزيراعظم يې له چوکۍ څخه ليري کړی دی خو د پاکستان په آيين کې تر اوسنيو بدلونونو وروسته اوس ولسمشر نشي کولای چې په خپل سر څه وکړي. قاضي انور زياتوي چې پخوا به د پوځونو ستر مشر ولسمشر و خو اوس هغه دا اختيار نلري او نه هم پخپل سر د پارليمان غونډې رابللی شي.

((صدر نه پارليمان تحليل کولای شي او نه هم وزيراعظم برخاست کولای شي. مخکې صدر سپريم کمانډر و خو د اتلسم ترميم نه پس دا وشو چې د پوځونه لکه اېر فورس (هوايي ځواک)، نېوي (سمندري ځواک) او آرمي (مځکنی ځواک) مشر به وزيراعظم وي. د دې پوځونو مشران به د وزيراعظم په خوښه ټاکل کيږي او صدر به صرف دستخط کوي. بل د اسمبلۍ اجلاس به صدر راغواړي او صدر به يې برخاست کوي خو د هغه سمري به وزيراعظم ورليږي او وزيراعظم به ورته وايي چې په پلاني تاريخ د قومي اسمبلۍ اجلاس را وغواړه او په پلاني تاريخ د سېنېټ اجلاس راوغواړه.))

دا چې دې هر څه ته په کتو سره بيا ولي سياسي ګوندونو هلې ځلې پېل کړي چې خپل ولسمشر راولي؟ په لاهور کې د سياسي او آييني چارو کارپوه پرفېسر ډاکټر رسول بخش رييس وايي، که څه هم د ولسمشر چوکۍ بااختياره نه وي خو بيا هم ډېره مهمه ده او رول يې اغېز لري.

((کله چې اېمرجنسي يا بېړنی حالت رامنځ ته شي نو اختيارات ولسمشر ته راشي. بل په داسي حالت کې چې په هيواد کې انتخابات وشي او يو ګوند هم واضح اکثريت تر لاسه نکړي نو په داسي وخت کې له ولسمشر سره دا اختيار وي چې هغه کوم ګوند ته د حکومت جوړولو بلنه ورکوي؟ که چيري ولسمشر يوه ګوند ته د حکومت جوړولو ووايي نو هغه ګوند په ښه پوزيشن کې راتلای شي. نو زه به دا ووايم چې دا يو بااختياره چوکۍ نه ده خو ډېره مهمه آييني چوکۍ ده)).

په پاکستان کې د ولسمشر ټاکنه د هيواد د قومي اسمبلۍ، سېنېټ او صوبايي اسمبليانو غړي کوي. د اوسني ولسمشر آصف علي زرداري د چوکۍ موده د روان کال د سپټمبر پر اتمه نېټه پای ته رسيږي او راتلونکی منتخب ولسمشر به وروسته تر دې خپل کار پيلوي.
XS
SM
MD
LG