د لاسرسي ځای

تازه خبر

سي آی اې په افغانستان کې خپل مرکزونه تړي


د دې ادارې نوي مشر جان برېنن هم اشاره ورکړې ده چې سي آی اې به بیا پر روایتي یا دودیزو استخباراتي کارونو توجه ورکوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د امریکايي استخباراتي ادارې سي آی اې مرکزونو له تړل کېدو سره له دې هیواده د بهرنیو ځواکونو ایستلو عمل پیل شوی دی.


په تېرو څه د پاسه ۱۰ کالونو کې د استخباراتي ادارې په توګه د سي آی اې رول بدل شو. په تېره لسیزه کې، سي آی اې د ترهګرۍ مخنیوي یوه ځواک په توګه مخې ته راغله چې وسله والې بې پیلوټه الوتکې یې هم ولرلې.

ورځپاڼه لیکي، اوس به سي آې اې د نړۍ نورو هغو برخو ته توجه ورکوي چې په کې مشکلات دي. امریکايي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط ویلي، په راتلونکو دوو کالونو کې به په افغانستان کې د سي آی اې مرکزونه له ۱۲ شپږ ته ورکم کړل شي. د راتلونکي کال تر پایه له افغانستانه ټول بهرني جنګي پوځیان هم ووځي.

چارواکي وايي، د مرکزونو کمولو وجه دا هم ده چې له پاکستانه د القاعده وسله والې ډلې له خوا ګواښ کم شوی دی ځکه چې مرکزي مشران یې ختم کړل شوي دي. د دوی په خبره، په راتلونکې کې سي آی اې نوې ننګونې لري. د بېلګې په توګه په منځني ختیځ کې د بدلونونو څارل او په شام کې یاغیانو ته د وسلو ورکول.

د دې ادارې نوي مشر جان برېنن هم اشاره ورکړې ده چې سي آی اې به بیا پر روایتي یا دودیزو استخباراتي کارونو توجه ورکوي.

چارواکو پر دې خبرې ټینګار کړی دی چې له افغانستانه به په بشپړ ډول نه ووځي او په کابل کې به یو مرکز ولري. دا مرکز به په نړۍ کې د سي آی اې له لویو مراکزو یو وي. همدا راز، سي آی اې به ډرون الوتکې هم ولري چې د پاکستان قبایلي سیمې وڅاري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د سي آی اې له افغانستانه وتل پر دې منحصره دي چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته امریکايي ولسمشر باراک اوباما هلته څومره سرتېري ساتي. تمه ده چې امریکا به د راتلونکي کال تر پایه په افغانستان کې یوازې ۱۰۰۰۰ سرتېري ولري. اوس مهال هلته ۶۳۰۰۰ امریکايي پوځیان دي. خو امریکايي حکومت دا اشاره هم ورکړې ده چې کېدای شي له هغه هیواده ټول سرتېري وباسي ځکه چې امریکایان افغان ولسمشر حامد کرزي ته غوسه دي.

ورځپاڼه کاږي، په دې صورت کې به ښايي سي آی اې مهم او ځانګړی رول ولري چې له افغان ولسمشر سره خبرې وکړي؛ ځکه چې کرزي په ښکاره دا خبره منلې وه چې تر کالونو یې له سي آی اې د پیسو بوجۍ (بورۍ، ګونۍ) تر لاسه کړې دي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، سي آی اې د افغانستان استخباراتي ادارې ته د بودیجې زیاته برخه ورکړې او کار کوونکي یې روزلي دي. او سي آی اې غواړي دا اړیکي پر حاله وساتي.
XS
SM
MD
LG