د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په زابل کې۱۲ پوليس تښتوولي


چارواکي وايي، په زابل کې دوولس تنه سيمه ييز پوليس لومړی مسمسوم شوي او بيا وروسته يو ناڅرګند ځای ته تښتول شوي دي.


دوی وايي، په دې سربېره په سيمه کې د طالبانو يو وتلی قومندان هم وژل شوي دی.

د زابل سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې وسله والو دوولس تنه سيمه‌ييز پوليس تر مسمومولو وروسته تښتولي دي.

د زابل امنيه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وايي، د دغې ولسوالۍ د کلا په سيمه کې يې د سيمه‌ييزو پوليسو يوه نوې پوسته جوړه کړې وه، چې پوليس ورڅخه د پنجشنبې په شپه تښتول شوي دي.

دی وايي، داسې شک کېږي، چې د پوستې دوو يا دريو پوليسو به له طالبانو سره لار يوه کړې وي او پاتې ملګري يې تر مسمومولو وروسته هغوی ته سپارلي دي.

د روغ لېوني په خبره، په سيمه کې يې پلټنې پيل کړې، چې خو تر اوسه څوک په لاس نه دي ورغلي:

"په دغه سيمه کې موږ يوه نوې پوسته جوړ کړې وه، د هغې دوه درې پوليس لکه چې له طالبانو سره جوړ وو، بس د شپې يې خپل ملګري مسموم کړي او بيا يې له طالبانو سره وړي دي. دغه پوليس دوولس تنه وو، چې پنځو يې وسلې درلودلې او نورو ته مو لا نه وې ورکړې. "‎

دی زياتوي چې په دې سربېره، سرتېرو په سيمه کې د طالبانو پر ضد عمليات کړي دي، چې پکې د لطف الله په نامه د طالبانو يو سيمه ييز قومندان او د هغه دوه ملګري وژل شوي دي.

دی وايي، د وژلو شويو کسانو وسلې او موټر سايکلونه سرتېرو ته ور پاتې دي.

تر اوسه پورې لا طالبانو د يوې پېښې په اړه هم څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG