د لاسرسي ځای

راپورونه وایي، وسله والو د عراق په شمال کي ۹ پولیس ووژل.

عراقي چارواکي وایي، وسله والو نن د چهارشنبې په ورځ شمالې ښار موسول ته نږدې په بشمایا سیمه کې د پولیسو پر ماموریت حمله وکړه. یوه ډاکټر د پولیسو مړینه تائید کړی ده.


تر اوسه نده معلومه چې وسله وال د کومې ډلې او څوک دي، خو په دي هیواد کي د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ شخړې زیاتې شوي دي.

په دي وروستیو کي په موسول ښار کي زیاتې حملې شوی دي.

چارواکي وایي، په دي ښار کي یوازې په روانې میاشت کې له پنځه سویو زیات کسان وژل شوي او په دي توګه د جولاي میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

د عراق په فرقه یي شحړو کي په روان کال کي تر اوسه له دري زرو زیات کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG