د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان صدارتي ټاکنې د جولای پر ۳۰مه نېټه


ولسمشر اصف علي زرداري
ولسمشر اصف علي زرداري

موجوده ولسمشر اصف علي زرداري د دويمې مودې لپاره کانديد نه دی ځکه چې د دوی پيپلز ګوند په پارليمان کې اکثريت نه لري.

د پاکستان سپريم کورټ صدارتي ټاکنې تر خپلې ټاکل شوې نېټې يوه اونۍ وړاندې کولو حکم جاري کړی دی. د پاکستان الېکشن کمیشن د ولسمشريزه ټاکنو لپاره د اګست میاشتې شپږمه نېټه ټاکلې وه، خو د عدالت حکم راتلو وروسته به د دغه ټاکنې د جولايي په ۳۰مه نېټه ترسره کيږي.


د سپريم کورټ دغه حکم په داسي حال کې مخ ته راغلی چې واکمن مسلم ليګ نواز ګوند په عدالت کې يو درخواست جمع کړي وو چې ولسمشريزه ټاکنې دې تر خپلې ټاکل شوې نيټې يوه اونۍ وړاندې وکړل شي، ځکه چې دغه نيټه به د روژي مياشتي اخري ورځ وي.

د پاکستان صوبايي او قامی پارليمان به نوی ولسمشر ټاکي.

موجوده ولسمشر اصف علي زرداري د دويمې مودې لپاره کانديد نه دی ځکه چې د دوی پيپلز ګوند په پارليمان کې اکثريت نه لري.

بلخوا د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند ممنون حسېن، تحریک انصاف ګوند جسټس ریټایرډ وجیح الدین او پیپلز پارټۍ، عوامي نېشنل پارټۍ او بلوچستان نېشنل پارټۍ په شريکه رضا رباني خپل صدارتي امیدوارنو په توګه نامزد کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د قبایلي سیمو شپږو آزادو پارلیماني غړیو په دې انتخاب کې د مسلم لیګ نواز ګوند د امیدوار د ملاتړ اعلان کړی دی.
XS
SM
MD
LG