د لاسرسي ځای

د سوات یو ځایي شاعر حبیب الله بیتاب په حق رسېدلې



سوات سيدوشريف کې پرون د سې شنبې په ورځ ځایي شاعر حبيب الله بيتاب د اته ديرشو کالو په عمر کې ناڅاپه د زړه دورې له وجې په حق رسيدلې دې.


د نوموړي د سيمې په یادو شاعرانوکې ځلنده مقام درلوده او په ۱۹۹۵م کال کې یې زخمونه ګل شوي په نوم یې شعري مجموعه چاپ شوي وه،دا راز يو شمير غزلې يې نامتو سندرغاړو ويلې دي.

بيتاب په ۲۰۰۸م کال کې د سيدو شريف مرستيال ناظم هم پاتې شوي وو .

نوموړې پرون د سې شنبې په ورځ په سيدوشريف کې خاورو ته اوسپارل شو.
XS
SM
MD
LG