د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: ځانمرګي بريد ۳ بهرني سرتېري ووژل


د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، نن سهار د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې پر افغان او بهرنيو سرتېرو ځانمرګی بريد شوی دی، چې له امله یې د يو ژباړن په ګډون درې تنه بهرني سرتېري وژل شوي او د ملي اردو څلور سرتېري ژوبل دي.


بريد د سيداباد ولسوالۍ په سلطان خېلو سيمه کې پر هغو سرتېرو شوی، چې د سيمې ته طالبانو پر ضد د عملياتو لپاره تللي وو.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، ځانمرګی پر خره سپور وو او بهرنيو سرتېرو ته له رسېدو سره يې ځان چولی دی.

دی وايي، په پېښه کې عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو وايي، تر اوسه يې دقيقه شمېره نه ده څرګنده شوې.

"د سلطان خېلو په سيمه کې پر افغان او بهرنيو سرتېرو باندې چې دغې سيمې ته د عملياتو لپاره تللي وو، يو ځانمرګی بري کوونکي چې پر خره سپور وو بريد کړی دی. په دغه پېښه کې د يو ژباړن په ګډون درې بهرني سرتېري وژل شوي او د ملي اردو څلور سرتېرې ژوبل دي."

دی وايي، تر اوسه لا دا هم نه ده مالومه چې وژل شوي بهرني سرتېري د کوم هېواد اوسېدونکي دي.

د بريد مسووليت وسله وال طالبان مني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG