د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د ډاکټرانو تېښتونې ضد لاریون


"تر دې دمه د ډاکټرانو د تېښتولو تر شا هېڅ هدف نه دی مالوم چې دا کار به چا او د څه لپاره کړی وي او نه هم،تر اوسه چا له دوي د تاوان غوښتنه کړېده."

نن ماسپیښین د سېشنبې پر ورځ په کوټه کې د بلوچستان ډاکټرانو اتحادییې له اړخه د لورلایي د تېښتول شویو ډاکټرانو د تېښتېدو او او تر اوسه د هغوی د هېڅ درک نه مالومېدو په خلاف یوه مظاهره ترسره شوه. په مظاهره کې د تېښتول شویو ډکټرانو د کورنۍ غړیو هم برخه واخیسته.


بلې خوا ته د سیمې چارواکي بیا وایي،چې د تېښتول شویو ډاکټرانو په کېس کې ډېر پرمختګ شوی دی.

مظاهره د سېشنبې په ماسپیښین له سیول روغتونه شروع او د کوټې پر پرېس کلب پای ته ورسېده چې پکې له حکومته غوښتنه وشوه چې د تېښتول شویو ډاکټرانو د خلاسولو لپاره دې ګامونه پورته کړي.

په دغه اړه د بلوچستان ډاکترانو اتحادییې صوبایي جنرل سیکرټر،ډاکټر آفتاب کاکړ مشال رېډیو ته ووېل چې تر میاشتې زیاته مُوده تیرېدو وروسته هم د ډاکترانو هیڅ درک نه ولګېد.

٫٫تر ۵۲ ورځو زیات وخت شو،خو تر اوسه د ډاکټرانو هیڅ حال نه شو مالوم،چې دوي چرته او په کوم حال کې دي؟تر ۵۲ ورځو موږ په لورلایي کې هړتال کړی وو او هغه هړتال مُو په کمه کچه کړی وو،تر څو خلکو او عامو مریضانو ته ستونزې نه شې رامخته،خو اوس له نن موږ د تېښتول شویو داکټرانو کورنۍ هم دلته راغوښتې دي او په دغه اړه زموږ د ملګریو د تېښتولو په خلاف موږ نن مظاهره وکړه.که زموږ پر غوښتنې عمل نه وشو او ډاکټران د تېښتوونکیو له منګولو را خلاس نه کړل شول،نو موږ به خپل احتجاج ته نوره هم ادامه ورکړو او دا به نور هم سخت کړو٬٬

د تېښتول شوي ډاکټر او د ډویژنل هیډکوارټر روغتون لورلایي مشر ډاکټر محمد انور ورو،انجینیر عصمت الله بیا د مظاهرې پر مهال وویل چې تر دې دمه د ډاکټرانو د تېښتولو تر شا هېڅ هدف او وجه نه ده مالومه شوې چې دا کار به چا،د څه لپاره کړی وي او نه بیا د ده په خبره،تر اوسه چا له دوي د تاوان غوښتنه کړېده.

د تېښتول شوي ډاکټر،محمد انور وراره او ماشوم،فرحت الله بیا وایي چې د تېښتول شویو ډاکټرانو او نورو کارکوونکیو کورنۍ په غم او ویر کې دی او د دوي هر څه د ډاکټرانو د خلاسولو لپاره مصرف کېږي
XS
SM
MD
LG