د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا ولس بلدیاتي انتخابات غواړي


شاه جهان اپریدی وايي، په سیمه کې د نور هېواد په څیر د مقامي حکومتونو په ذریعه د خپلو مسلو هوارولو اختیار دې ځايي منتخب کسانو ته وسپارل شي.

په داسې حال کې چې د پاکستان سپریم کورټ حکومت ته په ټول هېواد کې د بلدیاتي نظام یا مقامي حکومتونو لپاره د انتخاباتو کولو امر کړی قبایلي ولس هم تمه لري چې دوی ته به هم په مقامي سطح د خپلو مسلو هوارولو موقع ورکړل شي.


په دې لړ کې د تیرې جمعې په ورځ فاټا لوکل کونسل ایسوسيېیشن په پېښور کې یوه خبري غونډه کړې دوی څه مطالبې لري؟ د اتحادیې مشر شاه جهان اپریدی وايي،

[موږ دا مطالبه کوو چې په فاټا کې دې بلدیاتي الیکشن وکړل شي، او خلکو ته دې خپل بنیادي حق ورکړل شي. ځکه چې قبایلي پارلماني غړي هم په پارلیمان کې د خپلې سیمې لپاره اواز نه شي پورته کولی. د دې سیمې ټول انتظام د صدر او ګونر تر اختیار لاندې وي.
تش په نوم د ترقۍ خبرې کیږي حقیقت کې ډېر کم کار کیږي. او فاټا دنیا ته داسې وړاندې کوي چې د دې سیمې اوسیدونکي بدلون او ترقي نه غواړي.]

شاه جهان اپریدی زیاتوي وړاندې هم په قبایلي سیمه کې په تجرباتي توګه د بلدیاتي نظام نافذولو هڅه شوې وه خو په هغې کې بنیادي نیمګړتیاوې وې نو ځکه ناکامه شوې.

وږ دا مطالبه کوو چې په فاټا کې دې بلدیاتي الیکشن وکړل شي، او خلکو ته دې خپل بنیادي حق ورکړل شي. ځکه چې قبایلي پارلماني غړي هم په پارلیمان کې د خپلې سیمې لپاره اواز نه شي پورته کولی.
شاه جهان اپرېدی
نوموړې وايي دوي غواړي چې سیمه کې د نور هېواد په څیر د مقامي حکومتونو په ذریعه د خپلو مسلو هوارولو اختیار ځايي منتخب کسانو ته وسپارل شي.

بلخوا له باجوړ ایجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړی بسم الله خان که څه هم په قبایلي سیمه کې د مقامي حکومتونو جوړولو تایید کوي خو وايي چې دلته دغه نظام د نور هېواد غوندې نه شي عملي کیدلای.

[زه په قبایلي سیمه کې د بلدیاتي نظام ملاتړ کوم خو دلته ځايي نماینده ګانو ته د هېواد د نورو برخو هومره اختیار ورکول ممکن نه دی. یعنې په یوه ضلع کې نسباتاً ډېر لږ تعلم یافته تن ته د یوه ضلعي پولیس افسر او ډپټي کمشنر اختیار ورکول مناسب خبره نه ده هغه که قبایلي سیمه وي او که نور هېواد. ځکه چې دوی هومره تجربه نه لري چې انتظامي چارې وچلوي. زه د دې په حق کې نه یم. البته د پرمختیايي او دا ډول نور مقامي کارونو لپاره دې ځايي حکومتونه ضرور جوړ کړل شي. ]

هلته د فاټا سیکټرېټ ویاند فضل الله وايی لا تر دې دمه دوی ته په قبایلي سیمه کې د بلدیاتی انتخاباتو په اړه د تیارۍ لپاره هېڅ ډول هدایات نه دي میلاؤ شوي. د قبایلی سیمو د چارو څېړونکی مقصود احمد جان د موجوده صورتحال په هکله وايي که څه هم قبایلي سیمه په قامي اسمبلۍ او سینټ کې خپل استازي لري خو د دې باوجود د قبایلي ولس لپاره په مؤثره توګه غږ نه پورته کیږي.

[که څه هم سپریم کورټ خبره کړې خو زه نه ګڼم چې دا دې په فاټا کې عملي شي، زه د فاټا والي وارث نه وینم. لکه صوبو خو خپل جوابونه ورکړل څوک وايي چې سوچ پرې کوي څوک وايي د انتخاباتو تیاري کوي. خو د فاټا له اړخه چې په پارلیمان کې کوم نماینده ګان دي هغوی هم په دې هکله خاموش دي. نو زه به بیا هغه خبره وکړم چې فاټا بالکل محرومه ده ]

مقصود احمد جان وايي، په قبایلي سیمو کې زیاتره مسلې هوارول د سیاسي اصلاحاتو له لارې ممکن دي او حکومت ته په کار دی چې دې سیمه کې نه یوازې بلدیاتي نظام عملي کړي بلکې په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې د دې سیمې منتخب غړیو ته دې د خپلې سیمې لپاره د آیین سازۍ حق هم ورکړل شي.
  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG