د لاسرسي ځای

کندهار عملیات د ګڼو وسلوالو پر وژنه پای ته ورسېد


د افغانستان د کندهار ولايت چارواکي وايي، په پنجوايي ولسوالۍ کې يې له دوو ورځو راهيسې شروع کړي عمليات پای ته رسيدلي چې په نتيجه کې يې يو ديرش وسله وال وژلي دي.


د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاق زی وايي چې په وژل شوو کې د طالبانو مهم کسان او پاکستاني وسله وال هم دي چې مړي يې د سره صليب د ادارې له خوا په پاکستان کې کورنيوو ته وړل شوي دي. د چارواکو په خبره افغان ځواکونو ته ځاني زيان نه دی رسېدلی.
XS
SM
MD
LG