د لاسرسي ځای

تازه خبر

“افغان امریکا امنیتي تړون به ژر روښان شي”


افغانستان: د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارټن ډیمپسي
افغانستان: د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارټن ډیمپسي

د امریکا لوړ رتبه پوځي جنرل وايي ، امید لري چې د روان کال تر اکتوبره به امریکا او افغانستان دوه اړخیزه امنیتي راضي نامه لاسلیک کړي او د 2014م وروسته به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په اړه شرطونه وټاکي.


د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارټن ډیمپسي خبرداری ورکړ چې که دوی تړون ته و نه رسېدل نو کیدای شي ټول امریکايي سرتېري له هېواده تللو ته مجبور شي او د 2014م کال وروسته به هېڅ سرتېری دافغان ځواکونو دوی تربیت او مرستې ته پاتې نه شي.

نوموړي وویل چې د امریکا لپاره پاکستان او افغانستان ډېر اهمیت لري.

“له ما هيچا غوښتنه نه ده کړي چې له افغانستانه دې د ټولو امريکايي پوځيانو د ويستلو په اړه تياری وکړو. زه د دې کار ملاتړ نه کوم خو دا امکان لري ځکه چې موږ افغانستان کې يوازې هغه وخت پاتې کيدای شو چې موږ ته يې بلنه راکړل شي. نو زموږ امنيتي تړون مهم دی. موږ غواړو چې د اکتوبر تر مياشتې پورې د دې تړون راتلونکی يا مستقبل معلوم شي.”


ډیمپسي د ګل پر ورځ په کابل کې د افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون د نورو لوړپوړو چارواکو سره له لېدو وروسته دا څرګندونې کولې.

افغان ولسمشر حامد کرزي د 2014م وروسته په افغانستان کې د امریکا د موجودیت په اړه خبرې اترې هغه وخت وځنډولې کله چې امریکا او پاکستان د جون په میاشت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستل کېدلو ملاتړ وکړ. بلخوا کرزي پرون په يو بيان کې ويلي چې افغانان له امریکا سره د امنيتي تړون لاسليکولو ته تيار دي.
XS
SM
MD
LG