د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د سلطان له بند تر نيمايي زياتې اوبه ايستلې



د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، طالب وسله والو د سلطان د بند دروازې خلاصې کړې او له دغه بند څخه يې تر نيمايي زياتې اوبه ايستلې دي.


دوی وايي، طالبانو د بند اوبه په بند کې د خپلو غرقو شويو دوو ملګرو د را ايستلو په موخه ايستلې دي.

چارواکي وايي، د دوشنبې په ورځ د غزني د خواجه عمري او د ميدان وردګو د جغتو ولسواليو تر منځ په سلطان بند کې دوه تنه طالب وسله وال د بند په اوبو کې غرق شوي وو او ملګرو يې د را ايستلو په موخه د بند په ساتونکي د بند دروازې خلاصې کړې دي.

دوی وايي، طالبانو سهار د بند دروازې پرانيستې او تر غرمې پورې خلاصې وې، خو وروسته چې چارواکيو وتړلې، وسله والو بيرته خلاصې کړې چې دوولس ساعته ورڅخه نورې هم اوبه روانې وې.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، وسله والو د بند ساتونکی ګواښلی وو، چې که يې دروازې خلاصې نه کړې نو و به يې وژني.

دې وايي، د دروازو د خلاصېدو له امله له بند څخه شپېته سلنه اوبه وتلې دي.
"کله چې چارواکيو اوبه بندې کړې، طالبان بيا راغلل او د بند په ساتونکي يې د وسلې په زور بيرته د بند دروازې خلاصې کړې، چې دوولس ساعته خلاصې وې او له امله یې په بند کې د ولاړو اوبو شپېته سلنه وتلې دي"

دی وايي، د بند د اوبو تر وتو وروسته د يو تن غرق شوي کس جسد پيدا شوی او بل لا هم تر اوسه ورک دی خو وايي، اوس د سيمې اوسېدونکيو قومي مخورو وسله وال ته ويلي، چې له بند څخه دې نورې اوبه نه باسي، د ملګري جسد به يې دوی په يوه توګه ور پيدا کړي.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د سلطان بند له اوبو څه د ميدان وردګو د جغتو او د غزني د ځينو ولسواليو شل زره باغوانان ګټه اخلي، چې اوس يې د اوبو له وتلو وروسته زرګونه باغونه بې اوبو پاتې دي.
XS
SM
MD
LG