د لاسرسي ځای

عثمان وايي سږکال ډېر خپه شو چې د هغه دوه کلن زوی مشرف په نړۍ کې لومړنی هغه ماشوم وو، چې د جنورۍ په میاشت کې د ګوزڼ ناروغي ښکار شو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د پاکستان د قبایلې سیمې یو اوسیدونکی عثمان وايي ، ده خپلو دریو بچو ته د ګوزڼ مخنیوي ویکسین ولګول، خو کله چې د هغه د څلورم زوی نمبر راغلو ، نو دا ځل هغه پر دې فکر مجبوره شو، چې د امریکا استخباراتې ادارو د ګوزڼ کمپین د القاعده د مشر اسامه بن لادن د مالومولو لپاره استعمال کړی وو، نو ځکه یې خپل زوی ته سږ کال دګوزڼ ضد څاڅکی ورنه کړ.


دی وايي پر دې خبره ورته سخت خپګان ورسید ، چې په روان کال کې د ده دوه کلن زوی مشرف په نړۍ کې لومړنی هغه ماشوم وو، چې د جنورۍ په میاشت کې د ګوزڼ ناروغي ښکار شو.

۳۲ کلن عثمان وايي، ده ته اوس دا مالومه شوه، چې څومره لویه تیر وتنه یې کړې ده، او وايي امریکا د ګوزڼ خلاف کمپین کې مرسته کوي، چې دا یوه ډیره ښه خبره ده، خو دوی دغه انساني ښېګړه د پوځې مقاصدو لپاره استعمال کړه، چې پرې د ده غوندې خلک تیروتل.

د تیر کال د دسمبر په میاشت کې په پاکستان کې د ګوزڼ کمپین نهه کارکونکې ووژل شول، او په قبایلې سیمو کې دوه طالب کمانډرانو په دغه مهم بندیز هم لګولی، او وايي دغه بندیز هله ختمولی شي، کله چې امریکا ډرون حملې بندې کړي.

د روان کال په جنوري کې په نایجیریا کې لس د ګوزڼ مهم کارکونکې وژل شوي دي.

ورځپاڼه لیکې ۲۵ کاله مخکې چې کله د ګوزڼ خلاف مهم پیل شو، نو هغه وخت په یو کال کې درې لکه پنځوس زره خلک د ګوزڼ ښکاریدل، چې زیاتره شمیره پکې د ماشومانو وو، او تیر کال په ټوله نړۍ کې دوه نیم سوه خلکو ته ګوزڼ لګیدلې وه. پاکستان ، افغانستان او ناییجیریا په نړۍ کې هغه درې هیوادونه دي، چې تر اوسه د ګوزڼ په ختمولو کې ناکامه دي.

بیل ګیټس چې د ګوزڼ مهم په ختمولو کې مرسته کوي، په پاکستان یې غږ کړی، باید د دغه کمپین د پرمخ بیولو لپاره دې کوټلې پالیسې جوړه کړې. د اغا خان یونیورسټې د ویکسین یو کارپوه ډاکټر ذولفقار بوټا وايي، د پاکستان لپاره د دې نه بله د خپګان خبره نه شته، چې دوی تر اوسه د ګوزڼ په ختمولو کې ناکامه دي.
XS
SM
MD
LG