د لاسرسي ځای

د هېواد په 13000 سکولونو کې پنځه څلوېښت فیصده ېې ودانۍ نه لري چې په سختو موسمي حالاتو کې د زده کونکو ډېرې ورځې ضایع شي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه ليکي، ډېر خلک دا مني چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د جینکو او د معیاري تعلیم غوښتنه تر ټولو لوړې درجې ته رسېدلې ده.


د غربي چارواکو لپاره چې غواړي له جګړې پس چې په دغه هېواد کې په ښه نامه یاد شي او خپل میراث پریږدي، نو هغه په تعلیمي برخه کې پرمختګ یو ښه زېری دی. خو بیا ځايي افغان چارواکي، د مرستندویه ادارو کارکونکي، استاذان او زده کونکي چې په دې لړ کې کار کوي، اندېښنې لري چې په دې لاره کې د لویو ستونزو له امله ډېر پرمختګ نه شي کیدای.

ورځپاڼه ليکي چې د دولتي (سرکاري) سکولونو په نظام کې که یوې خوا ته په مثبت ډول ښه والی راغلی، نو بلخوا د تربیت یافته استاذانو په پیدا کولو کې مشکلات، نا کافي چاپ شوي نصابي کتابونه او د محفوظو سکولونو نا کافي شمېر په دې لاره کې مهم چیلنجونه دي.

نیو یارک ټایمز ليکي د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې د یونیسیف شمېر ښيي په افغانستان کې د هېواد تر قانون لاندې یواځې 24 فیصده استاذان اهلیت لري یاني دوی د کالج نه پس دوه کاله د استازۍ تربیت حاصل کړی وي.

په ډېرو کلیوالو سیمو کې بیا داسې هم وي چې لسم جماعت پاس استاذان د یولسم او دولسم ټولګي زده کونکو ته سبق ښايي. د هېواد په 13000 سکولونو کې پنځه څلوېښت فیصده ېې ودانۍ نه لري چې په سختو موسمي حالاتو کې د زده کونکو ډېرې ورځې ضایع شي.
XS
SM
MD
LG