د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان امن کامیابول د پاکستان مرسته غواړي"


تېره اوونۍ د افغانستان د ولسمشر حامدکرزي یوه مهم ملګري د قطر په دوحه کې د طالبانو دفتر د افغانستان د ماتولو او ټکړې کولو یوه دسیسه وبلله.

وال سټريټ جرنل ورځپاڼه ليکي د پاکستان لوړ رتبه سفارتي پلاوي له افغانستان سره د تعلقاتو ښه کولو په مقصد د اتوار په ورځ د دغه هېواد سفر وکړ خو افغان چارواکو ویلي دي چې په دې اړه خوشبینه نه دي.


ورځپاڼه پوښتنه راپورته کوي چې ایا اسلام آباد به طالبان د امن مذاکراتو ته د کښېنولو په باب خپلې وعدې پوره کړي، که څنګه.

ورځپاڼه لیکي افغان طالبانو له یوې اوږدې مودې راهیسې د خپل پټنځای په توګه د پاکستان سیمې استعمالوي چې د افغان او امریکايي چارواکو په خبره د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې هم د طالبانو ملاتړ کوي. خو بیا په مۍ کې په حکومت کې د نواز شریف له راتللو سره سم په کابل کې امید پیدا شوی چې کیدای شي نوی حکومت له طالبانو سره د امن د خبرو اترو منځګړیتوب وکړي.

ورځپاڼه ليکي د فرورۍ په میاشت پاکستاني، افغان او بریتانوي مشرانو له طالبانو سره د سولې د معاملې په اړه یوه خوشبینه لاره وټاکله. خو بیا په ورستیو میاشتو کې د اسلام آباد او کابل تر مینځ تعلقات ډېر خراب شو چې دواړو خواو په سرحدي سیمو د کشالو په ترڅ کې پر یو بل تورونه پورې کړل.

حامد کرزي او لوړ پوړو افغان چارواکو پر پاکستان تور لګولو سره وویل چې د سولې هڅې ګډ وډول غواړي.

ورځپاڼه زیاتوي افغان حکومت په قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستل کېدلو په اړه هم شکمن دی چې امریکا ېې ملاتړ کوي.

تېره اوونۍ د کرزي یو مهم ملګري د طالبانو دفتر د افغانستان د ماتولو او ټکړې کولو یوه دسیسه وبلله.

وال سټریټ جرنل لیکي د دې باوجود امریکايي او غربي چارواکي وايي چې د امن د هر قسمه خبرو اترو د کامیابۍ لپاره د پاکستان ملاتړ ضروري دی.
XS
SM
MD
LG