د لاسرسي ځای

تازه خبر

"جهاني ترهګرۍ کې د وهابي او سلفي ډلو جرړې درک شوې"


په قاهره کې د سلفي ډلې یو لاریون
په قاهره کې د سلفي ډلې یو لاریون

ډان ورځپاڼه کې مرتضا حیدر د یورپي پارلمان د یو وروستي رپوټ له مخې لیکي چې وهابې او سلفي ډلې یو شمیر هیوادونو کې یاغې ډلو ته وسله ورکوي.

ډان ورځپاڼه لیکي، د عرب هیوادونو خیریه ادارې د پاکستان او افغانستان پشمول د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د توندروه فکر او ترهګرۍ د خورېدو سبب ګرځېږي. او باید نړیوال هیوادونه دې مسلې ته زیات پام وکړي.


په ډان ورځپاڼه کې مرتضا حیدر لیکي، د یورپي پارلمان د یو وروستي رپوټ ترمخه وهابې او سلفي ډلې چې د منځني ختیځ نه بهر دي، د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې یاغې ډلو ته وسله ورکوي.

دغه رپوټ د روان کال د جون په میاشت کې خپور شوی، وایي په نړۍ کې یو مسلمان ملک هم د دوې د عملیاتو نه محفوظ ندی پاتې، ځکه چې دوی تل په دغه هیوادونو کې خپل مخالفین له خطر سره مخامخوي، او خپلو مرستیالانو ته وسلې ورکوي.

ډان لیکي، په عرب هیوادونو کې خیرات ورکول وهابې او سلفې روایات مضبوطوي، او له دغې سره په مسلمان ملکونو کې سخت دریځه اسلامي تحریکونه جوړیږي، چې وروستو په نړۍ کې د خلکو او حکومتونو لپاره د خطر سبب ګرځیږي. په شام، مالي، افغانستان، پاکستان او انډونیشیا کې د خیراتي پیسو له وجې ترهګرۍ ته وده رسي. دغه ترهګرې ډلې نه یوازې بیا په مسلمان هیوادونو بلکې په یورپ او شمالي افریقا کې ترهګري کوي.

ورځپاڼه لیکي، په تیلو مالداره له دغه عرب هیوادونو راپورته کېدونکې خطرې ته نړیوال هېڅ پام نه ورکوي. ډان لیکي د یورپي پارلمان دغه رپوټ په دې لړ کې لومړنۍ خبره نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم په ۲۰۰۶م کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل یو رپوټ کې ویلي ول، چې له سعودي عربه یو شمیر ادارو سره مالې مرستې په نړۍ کې ترهګري او توندروي خوروي. او د یورپي پارلمان دغه رپوټ وایي یوازې سعودي عرب لس اربه ډالرې د خپلو خیریه ادارو له لارې د وهابې نظریې خورولو په لړ کې لګولې دي.

داشان قطر چې یو وړکی ملک دی، خو په شام او لیبیا کې د وسلوالو ډلو مرسته کوي، او له دې سره په هیوادونو کې بدامني خورېږي.

ډان ورځپاڼه لیکي په پاکستان کې بیا د سعودي عرب د خیریه ادارو له لارې توندروي د ۱۹۷۰م په لسیزه کې خوریدل پیل شوه. په پاکستان کې په دغه موده کې سعودي عرب داسې یو شمیر خیریه ادارې جوړې کړې، او دوی ته به یې په اربونو ډالرې په افغانستان کې د شوروي اتحاد خلاف د جنګیدلو لپاره ورکولې. په افغانستان او پاکستان کې عام ولس پر دې خبره هېڅ نه دي خبر، چې د عرب هیوادونو د دغه خیریه ادارو له لارې دوی د امنیت له سخت خطر سره مخامخیږي.
XS
SM
MD
LG