د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د بېلابېلو دینونو ماشومان ګډې زده کړې کوي


د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست ښوونيز مرکز
د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست ښوونيز مرکز

د دغه ښوونيز مرکز يوه ښوونکې مېرمن پښتنه وايي، چې ماشومانو ته له تبعيض نه پرته د ټولنيزو ادابو د پر ځای کولو درس ورکول کيږي.

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست په چوکاټ کې ښوونيز مرکز چې د تيرو لسو کلونو راهيسې د ښوونځيو شاګردانو ته د انګريزي ژبې او کمپویټر وړیا زدکړې ورکول کېږي، اوس يې خپل پروګرامونو کې د سیکانو، هندوانو او مسلمانانو ماشومانو ته هم د انګريزي ژبې او کمپوټر د زدکړې تر څنګ تعليمي، اخلاقي او د يووالي درس هم ورکول کيږي.


د دغه ښوونيز مرکز مشر امرالله اميد وايي چې د انګريزي ژبې او کمپوټر د زده کړو تر څنګ په اونۍ کې يوه ورځ ماشومانو ته د ټولنيزو اخلاقو، تعليمي بوختياوو او يو والي تدرس هم ورکول کيږي.

نوموړی وايي:
(( د ماشومانو لپاره ځانګړی پروګرام لرو چې په هغه کې د مسلمانانو، سیکانو او هندوانو بچي هم راځي. موږ دلته روزنيز پروګرامونه لرو. د تربيې په باب، د اخلاقو په باب، يو بل ته د درناوي په باب او د انساني ژوند د ارزښتونو په باب ورته په هفته کې يو ورځ درس ورکوو. او ددوی لپاره منظم پروګرام د کمپيوټر او انګريزي ژبې د زده کړې پروګرام دی چې هره ورځ ورته يو ساعت د انګريزي ژبې او يو ساعت د کمپيوټر درس ورکول کيږي.))

د دغه ښوونيز مرکز يوه ښوونکې مېرمن پښتنه وايي، چې ماشومانو ته له تبعيض نه پرته د ټولنيزو ادابو د پر ځای کولو درس ورکول کيږي.

(( موږ مختلف پروګرامونه دوی ته نيسو، مثلاٌ د ماشومانو مساوات، عدم تبعيض، دوی ته درس ورکول کيږي او هدف مو دا دی چې د دې دواړو طبقو تر منځ بايد کوم تبعيض موجود نه وي، چې دوی هم د دغې ټولنې غړي ځانونه وشماري.په همدې خاطر ورته موږ د يو والي درس ورکوو.))

په دغه ښوونيز مرکز کې زده کوونکي ماشومان خوشحاله ول چې د وړيا زده کړو اسانتيا ورته پيدا شوې يوې نجلۍ يې مشال راډيو ته وويل:

(( نوم مې اجميت کور دی. موږ چې دلته راځو نو له مسلمانانو سره په ګډه د انګريزي او کمپيوټر زده کړوې کوو، او يو د بل له زده کړو څخه زده کړه کوو، موږ ډيره خوشحاله يو.))

يو بل تن هم خوشاله و چې ورته د زده کړو وړیا زمينه برابره شوې ده.

(( زما نوم سيد امين دی. زه په لومړي ځل د خپلو سیکانو خويندو وروڼو سره يو ځای ناست يم او ګډه زده کړو کوو. زه ډير خوشحله يم چې په خپلو کې نظرونه سره تبادله کوو.))

د اطلاعات او کلتور د ښوونيز مرکز چارواکي وايي چې د ځوانانو تر څنګ يې هغو ماشومانو ته هم د زده کړو وړيا زمينه برابره کړې چې عمرونه يې له پنځه کلنو څخه تر دولس کلنو پورې رسيږي، او د بې وزلو کورنيو سره تعلق لري او دا توان ونه لري چې په خپلو اولادونو باندې په خصوصي توګه عصري زده کړې وکړي.
XS
SM
MD
LG