د لاسرسي ځای

تازه خبر

عالمان دې له جوماتونو د سولې پیغام ورکړي، نعیمي


د خوست ګمرک ودانۍ نوی جومات
د خوست ګمرک ودانۍ نوی جومات

خوست - خوست والي عبدالجبار نعیمي وايي، چې دیني عالمان دې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او د روانو ستونزو د بنیادي حل لپاره د جوماتونو له منبر څخه د سولې، عدالت او د ظلم پر وړاندې غږ پورته کړي.


نوموړي، چې نن د یکشنبې په ورځ د خوست د ګمرک په نویو تاسیساتو کې د یو نسبتاً لوی جومات د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې دی هیله لري دیني عالمان به د جوماتونو له منبرونو څخه د هغو ټولو مفاسدو او ستونزو پر ضد د مبارزې او مجاهدې غږ پورته کړي، چې زموږ د افغاني ټولنې امن او نور ټولنیز جوړښتونه زیانمنوي:

((د جوماتونو له منبرونو څخه باید د دیني عالمانو له خوا د سولې، یووالي او دوستۍ همدارنګه د هیواد پالنې غږونه پورته شي، تاسو ګورئ په ټولو هغو هیوادونو کې چې اسلامي حکومتونه دي او یا هلته مسلمانان میشت دي، تر هر چا ډیر د خپلو هیوادونو په پرمختګ او د خلکو په سوکالۍ او هوساینه کې برخه اخلي نو دا چې افغاني ټولنه هم یوه دیني ټولنه ده ، زموږ دیني عالمان هم باید نورو نړیوالو ته ددې روحیې د ورکوونې مثال وي.))

ښاغلي نعیمي سوله او امن د افغاني ټولنه تر ټولو مهمه اړتیا وښوده او له افغانانو يې هیله وکړه، چې د دې ستر ارمان د پوره کیدو لپاره دې ټول په ګډه کار وکړي.

د ده په وینا دیني عالمان له حکومت سره د اداري فساد په مخنیوي، د غصب پر وړاندې د مبارزې، د بډو او د درغلیو څخه د خلاصې ټولنې په جوړولو کې له هر بل قشر ډیره مرسته کولای شي.

نوموړی جومات چې د ګمرک د نویو تاسیساتو یوه برخه ده، د نړیوال بانک له خوا د ۷ میلیونه درې لکه افغانیو په مالي لګښت د یو نیم کال په موده کې جوړ شوی دی او په یو ځل د درې سوه لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

په یادو مراسمو کې د سولې شورا رئیس مولوي حنیف شاه هم په خپلو خبرو کې وویل، چې اوس د دې وخت رارسیدلی تر څو افغانان یو لاس شي او خپل هیواد ته د نجات او پرمختګ یوه ګډه لاره ومومي:

((اوس په افغانستان کې د یني اماکنو جوړیدو ته ډیر پام کیږي، زیاتره دیني عالمان او د جوماتونو امامان او خطیبان د دولت له خوا ښه امتیاز لري او د هغوی د دیني او اسلامي خدمتونو درناوی کیږي او دوی ته ډېر د درنښت او احترام په نظر کتل کیږي، په دې حالت کې دیني عالمان باید د دې هیواد او حکومت په جوړولو کې لا زیاته برخه واخلي.))

د خوست د حج او اوقافو ریاست چارواکیو هم رسنیو ته وویل، چې دوی په خوست ښار او یو شمیر سیمو کې د نویو جوماتونو په جوړولو کار روان کړی او هڅه کوي، چې د جوماتونو امامانو او خطیبانو ته مناسب مالي امتیازات پیدا کړي.
XS
SM
MD
LG