د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روژه کې خلک له ګرانۍ سر ټکوي


کوټه - په بلوچستان کې خلک وایي،د روزې میاشتې له راتلو سره سم، ګراني بیخي زیاته شوې او د خوراکي او نورو څیزونه نرخونه دوه چنده شوي دي چې له وجې یې د دوی ستړی ژوند، د دوی په خبره نور هم له ستونزو او ستړو ډک شوی.


دوی وايي، تر روژې مخکې وضع څه ناڅه برابره وي، خو چې دلته روژه راشي، هلته سم دستي نرخونه هم لوړ شي.

د سیمې اوسېدونکی محمد صابر په دغه اړه وایي، روژه مبارکه میاشته څه راغله، له ځان سره یې لوړ نرخونه هم راوړل:

((هر شی ګران شوی دی.د غریب او مسکین د وس کار یې نه دی.که اوړه دي،که راشن دی،که ترکاري ده، دا هر څه ګران شو او په روزه کې ګران شو. یو اړخ ته له وړاندې ګرانۍ د غریب ولس ژوند تریخ کړی او اوس چې کور ته راشې، نو په روژه کې نور هم حال تر بدو بد وي. دغه څیز کور کې ختم دی او هغه شی ختم او بازار کې نرخ تر آسمانه رسېدلی.خلک آخر وکړي څه؟))

یو دوکاندار، امیر محمد په روژه کې د ګرانۍ خبره مني، خو زیاتوي چې دا د دوی کار نه دی او وجه یې څه بله ده:

((په اصل کې د تېلو نرخونه چې پورته شي، نو هر څه ورسره ګران شي.ټول څیزونه خو آخر راځي په ګاډو کې. چې ګاډي څیزونه په لوړو بیو راوړي، نو دلته موږ به یې هم هومره ګران خرڅوو. ځکه دا کار د حکومت دی او دا هر څه د حکومت په لاس کې دي. که حکومت دغه وضع په لاس کې ونیسي، نو هرڅه به ارزانه شي، بیا که روژه وي او که عام وخت.))

ځایي اوسېدونکی، بازخان بیا وایي، په ټوله نړۍ کې په مذهبي عباداتو او ورځو کې ګراني یوازي د پاکستان له نامه سره ېادېږي:

((هغه بله ورځ [د واورې] اخیستو له پاره بازار ته ورغلم. تر روزې مخکې مې کیلو په ۵ روپۍ ېاد دی، خو اوس یې په ۱۰ روپۍ خرڅوله. یقینًا په یو څو ورځو کې به تر ۱۵ او ۲۰ روپۍ ورسېږي او یا به نوره هم ګرانه شي .آخر یخی به له پټرول او تېلو سره څه کار لري او نورې ګرانۍ سره به یې څه کار وي؟ مګر ګرانفروشان په ګرمۍ او روژې کې د روژه دارانو له مجبورۍ د ګټه ترلاسه کولو له پاره دا یوه غوره موقع بولي. دا ما یو معمولي مثال در کړ. ګڼې که ورته وګورو، نو پاکستان هغه یوازینی هیواد دی، چې هر څه په روژه او عباداتو کې ګرانېږي. بیا که څه غوړي وي، څه بوره، څه اوړه او څه اچار وي.))

بازخان زیاتوي، حکومت په دغه اړه خپل رول نه دی لوبولی.

ده لکه چې له خشمه او طنزه حکومت ته د ٫٫سرکار کاکا٬٬ نوم ورکوي او وایي چې حکومت ویده پروت دی او خپل سرکاري نرخونه عملي کولو ته بهر نه وځي.
XS
SM
MD
LG