د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان شام ته نه دي تللي، پاکستان کې جګړه کوي


سرچینه: فارن پالیسي

فارن پالیسي لیکي، پاکستاني طالبان شام ته نه دي تللي بلکې په خپل هیواد کې د جګړې له پاره هڅې کوي.


په روانه اوونۍ کې په مغربي میډیا کې داسې رپورټونه ول چې ګنې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال شام ته تللي دي، او هلته به د شام ولسمشر بشارالاسد خلاف جنګېږي.

بلکې په دغو کې یوه مهمه خبره دا ده، چې ناقانونه ګرځول شوې وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان او د دوی مرستیالې وسله والې ډلې په دغه هیواد کې دننه په یوې اوږدې جګړه کې بوختې دي، چې د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکې یې په ختمولو کې هیڅ کوټلې منصوبه نه لري.

فارن پالیسي لیکي، داسې یو شمېر خبرې دي، چې له هغو خبرو د تحریک طالبان پاکستان له خوا شام ته د جګړې له پاره د وسله والو د لېږدولو په خبر باور نه شي کېدای.

لومړی دا چې د تحریک طالبان ویاند شاهد الله شاهد په دغه خبر هیڅ رد عمل و نه ښود، حالانکې دوی په ډېرو وړو خبرو هم خپل نظر له میډیا سره شریکوي.

دویم، د طالبانو ځینې مشران پر دې رضا نه ښکاري چې دوی څومره وسله وال شام ته لېږدولي. لکه د طالبانو یو کمانډر بي بي سي ته ویلې، د دوی ۱۲ وسله وال چې د جګړې پوهه لري، شام ته پر لاره دي، او یو بل بیا رویټرز خبرې اژانس ته ویلي، په تېرو میاشتو کې یې په سلګونه وسله وال شام ته د جګړې له پاره روان شوي دي.

بي بي سي ته د طالبانو یو کمانډر دا هم وايي، په شام کې جهادیانو دوی ته ویلي، چې دوی نورو بهرنیو جنګیالو ته ضرورت نه لري، او له مخکې د نورو هیوادونو جنګیالې هلته موجود دي.

مجله لیکي، په پاکستان کې د مېشتو عربانو له پاره د شام جګړه زړه راښکونکې ده، ځکه چې اوس قبایلې سیمې د ډرون حملو او پوځې عملیاتو له وجې د دغه بهرنیو جنګیالو له پاره محفوظې نه دي پاتې .

مجله لیکي، پاکستاني طالبان غواړي، هم په دغه هیواد کې خپله جګړه پر مخ بیايي.

په تېرو کالونو کې طالبانو یو شمېر سیاستوال، حکومتي چارواکي، پولیس او په زرګونه خلک ووژل، او د دوی بلې مرستیالې ډلې لشکر جنګوي، په دغه هیواد کې پر شیعه ګانو بمي حملې تر سره کړي.
XS
SM
MD
LG