د لاسرسي ځای

ګردېز - په تېرو دوو ورځو (جمعه او شنبه) کې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.


له وژل شویو وسله والو څخه په سیمه کې یوه د راکټ ګولۍ پاتې وه. د سیمې ماشومانو دا مرمۍ له ځانه سره وړله چې چاودنه وشوه. په دې پېښه کې درې ماشومان وژل شوي دي.

همدارنګه، د پکتیا ولایت د احمد خېلو په مشرۍ کلي کې په یو کور کې یو ماین چاودلی، چې پېنځه تنه يې ټپیان کړي دي، په ژوبل شویو کې دوه مېرمنې دي او درې وسله وال دي.

له دې کور څخه دوه تنه وسله وال ژوندي هم نیول شوي دي.

د تندر قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو ته په رسېدلې خبر پاڼه کې راغلي:

((نړیوالو ځواکونو د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د مموزیو په سیمه کې پر وسله والو هوایي برید کړی، چې په کې درې وسله وال وژل شوي دي، له دې کسانو یوه ناچاودیدلې د راکټ انداز ګولۍ پاتې شوه، درو تنو ماشومانو غوښتل چې هغه له ځانه سره یوسي [چې چاودنه شوې ده او] له امله یې درې واړه په شهادت رسېدلي او یو تن بل یې ژوبل کړی دی.

همدارنګه نړیوالو ځواکونو د ګردیز او زرمت پر لویه لار د زاوک په سیمه کې پر وسله والو مخالفینو هوایي برید کړی. په پایله کې یې دوه تنه وسله وال مخالفین وژلي او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د دې ترڅنګ د پکتیـــا ولایت د احمدخیلو ولسوالـــۍ د مشرۍ په کلي کې دغــازي مرجان په کور کې یوې کـــړۍ ماین چاودنه کړې، په پایله کې یې (۵) تنه ژوبل کړي دي، چې دوه یې ښځې دي او پاتې درې تنه وسله وال مخالفین دي. په سیمه کې امنیتي ځواکـونو پلټونکي عملیات ترسره کړي، دوه تنه یې ژوندي نیولي او دوه تنه نور یې وژلي دي.))

د یادونې وړ ده د پنجشنبې پر ورځ هم د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ د فولاد خېلو په سيمه کې د وسله والو د يوه قوماندان عبدالله په کور کې د خپل ماين د چاودنې له امله د نوموړي قوماندان د کورنۍ شپږ غړي وژل شوي وو، چې پینځه يې کم عمره ماشومان ول.
XS
SM
MD
LG