د لاسرسي ځای

خوست - د خوست سوداګر د غلام خان بندر د ټرانزېټ کېدو غوښتنه لري او وايي چې له دې سره به په خوست کې اقتصادي پرمختیا او خلکو له پاره د دایمي بوختیا او کار و بار زمینې برابرېږي.


همدارنګه د یاد بندر له ټرانزېټ کېدو سره به د توکو په بیو کې هم کموالی راشي، خو له یادو اقتصادي ګټو سره، سره هم د خوست خلکو د دې هیلې تر سره کېدل ناشوني مالومېږي.

د خوست سوداګر او دوکانداران وايي، که چیرې غلام خان بندر سړک ټرانزېټ شي، په خوست کې به سوداګريزې چارې لا زیاته پرمختیا وکړي او د توکو بیې به ارزانه شي.

بل لوري ته د چارو یو شمېر کتونکي وايي، چې له دې سره د پولې په دواړو غاړو کې د خلکو تګ او راتګ زیاتېږي، ‍ د خلکو کلتور او ټولنیز ژوند پرمختګ کوي، سیمې ته امن راځي او تر څنګ يې ډېرو خلکو ته د کار او کسب زمینې برابرېږي.

د خوست د سوداګرو د صنفي اتحادیې مشر کرامت خان خپلواک مشال راډیو ته وايي چې د کراچۍ له بندره د غلام خان لاره پلازمینې کابل ته نېږدې ده، نو د هیواد ډېری سوداګر به په همدې لاره خپل مالونه راوړي:

((د ټرانزېټ ګټه په دې کې ده، هغه مالونه چې موږ په بنو او یا نورو سیمو کې اخلو او بیا يې د پېښور په لاره جلال اباد او کابله پورې راوړو، ځکه زموږ لاره قانوني او ټرانزېټي نه ده ، که چیرې دا لاره تر انزیټي شي، نو کراچۍ بندر ته دا لاره د نورو لارو په پرتله ۳۶۰ کیلو متره نېږدې ده، د خوست له لارې به سوداګر د ټول افغانستان بازارونه اکمالوي، هم به مالونه او جنس ارزانه تمامېږي او هم به د سوداګرو له پاره د ویزې، پاسپورټ په برخه کې اسانتیاوې پیدا شي.))

د سردار ولي او حکیم په نومونو د خوست ښار دوه تنه دوکانداران هم په دې نظر دي، چې د غلام خان سړک په ټرانزېټ کېدو سره له یوې خوا خکو ته کار و بار پیدا کېږي او بل لوري ته د توکو په نرخونه هم اغېز لري:

((الف- موږ ته يې ګټه په دې کې ده، چې د خوست ټول سوداګر، دوکاندار او غریبکار، ډرېور هم د ګمرک مامور او حتا د خوست ټولو خلکو ته يې ګټه رسېږي، ځکه ټول به په دې کې مصروف وي او کار به په کې کوي.
ب- دا لاره که ټرانزېټ شي ګټه يې ډېره زیاته ده، مثلاً که په دې لاره وي نو کرایه به يې ۲۰ زره روپۍ وي، خو که په پېښور راځي نو کرایه به يې ۵۰ زره روپۍ وي، که موږ ته بندر ټرانزېټ شي او سړک پوخ شي کرایه به ارزانه تمامېږي، حکومت ته به يې ګټه وي او خلکو ته به يې هم ګټه وي.))

د اقتصادي چارو پوه او د سوداګریزو خونو رییس نواب امیرزي له مشال راډیو سره په خبرو کې د غلام خان بندر د ارزښت او د ټرانزېټ کېدو د بهیر د پرمختیاوو او ننګونو په اړه داسې څرګندونې وکړې:

((په ۱۳۸۱ کال د سلواغې په ۵ مه د تڼیوال صیب د ولایت په وخت کې موږ له جمهوري ریاست څخه د فرمان حکم اخیستی، خو تر اوسه په هغې باندې کار نه دی شوی، که کار هم شوی هغه یو اړخیز دی او په دې اړه له پاکستان سره خبرې نه دي شوي او دلته کله چې موږ د ټرانزېټ له پاره ځای انتخاب کړ، هغه هم لکه څرنګه چې اداري فساد ټوله ساحه نیولې ده، په هغه کې هم ځینې نیمګړتیاوې لا تر اوسه پاتې دي.
که چیرې دا لاره ټرانزېټ شي، نو موږ ته به نوره قومونه راځي، زموږ په کلتور باندې به اغېز وکړي، موږ به د زغم خاوندان شو، له بده مرغه افغانستان له پېړیو [راهیسې] د دې جوګه نه دی، چې د نورو هیوادونو له پاره [بې] له هوايي ترانسپورټ څخه چې هغه ټرانزېټ دی، نور ټرانزېټي فعالیتونه په لار واچوي، تر اوسه زموږ ټرانزېټ په نشت حساب دی.))

د خوست د ګمرک ریاست مرستیال وايي، چې د لارې په ټرانزېټ کېدو سره خلکو او ټرانسپورټ ته کار و بار پیدا کېږي، دی وايي د پولې په اخوا کې یو شمېر امنیتي ستونزې شته، خو په داخل کې هم د خوست - ګردیز د لويې ټرافیکي لارې نه جوړېدو د دواړو هیوادونو چارواکي د غلام خان بندر په ټرانزېټ کې زړه ماتي کړي دي:

((دلته خلکو ته کار و بار پیدا کېږي، خلکو ته د ترانسپورټ په برخه کې هم بوختیاوې پیدا کېږي، د سرحد په اخوا کې ځینې امنیتي مشکلات شته، البته د میرامشاه په برخه کې، خو د خوست - ګردیز لاره تر اوسه خامه ده او پخه شوې نه ده، د ټرانزېټ له پاره لازمه ده چې هغه سړک کریړ وي او د لارې په اوږدو کې د امنیت په ګډون په ټولو برخو کې اسانتیاوې موجودې وي.))

د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې د خوست یو شمېر خلکو په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي او د افغان حکومت د کابینې له یو شمېر وزیرانو سره په کتنه کې هم دا غوښتنه شریکه کړه. خو د ولسمشر او وزیرانو ځواب دا وو، چې د دوی له پرله پسې هڅو سره، سره هم تر اوسه د پاکستان لوري دې کار ته لېوالتیا نه ده ښودلې.
XS
SM
MD
LG