د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرک پولیس وايي هیڅ چا ته د بندیزونو اجازه نه ورکوي


پراګ - د خیبر پښتونخوا په جنوب کې د کرک ضلعې دیني عالمانو په یوه غونډه کې په سیمه کې پرته له محرمه د ښځو بازار ته په تګ بندیز لګولی دی.


د پاکستانیو رسنیو له وینا سره سم، په دې غونډه کې د کرک د ځینو جوماتونو ملایان هم ناست ول او پرېکړه وشوه چې ښځې دې یوازې له کوره دباندې نه ځي.

دوی د کرک پر انتظامي ادارو هم غږ کړی دی چې دا فیصله دې عملي کړي، خو چارواکو له دې کار کولو انکار نه دی کړی.

د کرک پولیسو مشر عتیق الله وزیر وایي، دوی به داسې هیڅ فیصله عملې کېدو ته نه پرېږدې چې له وجې یې د خلکو ازادي او بنیادي حقوقو ته زیان رسي.

ده د شنبې یا خالي پر ورځې مشال راډیو ته وویل چې دوی د دې خبر نوټس اخیستی دی، او د دغه ملایانو ډله یې هم نن (د شنبې پر ورځ) وربللې ده.

وزیر وايي: ((زه دلته دا خبره هم سپینه کوم ، هغوی که هر څه ویلي، او څه جواز هم لري، خو قانون به څوک هم دې ته پرې نه ږدي چې د ښځو او یا سړیو په تګ راتګ او ازادۍ بندیز ولګوي.))

په کرک کې دیني عالمانو په خپله غوڼده کې د سیمې پر دکاندارانو هم غږ کړی، په هغه ښځو دې سودا نه خرڅوي، چې په بازار کې یوازې وې.

عالمانو پرته له محرمه د ښځو بهر تګ د مذهب او ټولنیزو راویاتو خلاف عمل ګرځولی دی.

دا چې په کرک کې د ښځو په تګ راتګ، روزګار، تعلیم او ژوند باندې له داسې بندیزونو لګولو سره به پر ټولنه څه اغېز وي؟

په ځواب کې یې د خیبر پښتونخوا د ټولنیزې خیر ښېګڼې او ښځینه چارو پخوانۍ وزیرې ستاره ایاز مشال راډیو ته وویل: د پښتنو په ټولنه کې له پخوا داسې روایت شتته دی چې اکثره ښځې له کوره یوازې بهر نه ځي. خو هغه ښځې کونډې دي، روزګار لري، او یا ځینې مجبورۍ لري [هغوی بهر ځي.] داسې قسمه خبرې موږ ډېر په وروسته [بیايي] او دا یو سازش دی، چې پښتون قام له هر کاره په وروسته کوي.))

ستاره ایاز دا هم وایي چې په خیبر پښتونخوا او قبایلې سیمو کې ښځې او نجونې له وړاندې له یو شمېر مسلو سره مخامخ دي، د دوی سکولونه ړنګېږي، او باید د داسې ګامونو نه یوازې په کلکه غندنه وشې، بلکې حکومت چا ته هم دا اختیار ور نه کړي چې خلک د نورو خلکو په تګ راتګ د خپلې خوښې بندیزونه ولګوي.
XS
SM
MD
LG