د لاسرسي ځای

عمان - فلسطینیانو او اسراییلو موافقه وکړه چې د سولې مستقیمې خبرې به چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې ځنډېدلې وې بیا پیلوي.


د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کېري د دواړو خواوو ترمینځ له پرله پسې تماسونو وروسته دا خبر پرون د اردن په سرښار عمان کې اعلان کړ.

کېري دا موافقه د یوې تاریخي بریا په توګه وستایله، او ویې ویل چې امريکا له دواړو خواوو تایید ترلاسه کړی چې د منځني ختیځ د اوږدې شخړې د ختملو له پاره د وروستي حالت په اړه به مستقمې خبرې اترې پیلوي.

کېري وویل موافقه وشوه چې د فلسطینیانو له خوا جګپوړی مرکچې صاحب عرقات Saeb Erekat او د اسراییلو د عدلیې وزیره ځیپي لیفني Tzipi Livni به بله اونۍ په واشنګټن کې خبرې وکړي.

کېري د فلسطینۍ ادارې مشر محمودعباس او د اسراییلو وزيراعظم بنیامین نتنیاهو د دوی د زړور انتخاب په خاطر وستایل.
XS
SM
MD
LG