د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان انتخابات، نوم لیکنه په بشپړېدو ده


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېشن وايي، په انتخاباتو کې د رایې ورکوونکو نوم لیکنې له پاره د اړتیا وړ موادو لېږد بهیر به د روانې اوونۍ تر پایه بشپړ شي.
د دې کمېشن د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخېل د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې دا مواد تر اوسه ۱۸۰ ولسوالیو ته انتقال شوي دي.
امرخېل زیاته کړه چې د رایې ورکوونکو نوم لیکنې له پاره د اړتیا وړ موادو انتقال بهیر به چې تېره اوونۍ پیل شو، د روانې اونۍ ترپایه بشپړ شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات به په ۲۰۱۴ کال کې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG