د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله اوس د یوې نجلۍ نوم نه دی، دا د مبارزې نوم دی


کراچۍ - د پاکستان د کراچۍ ښار د خبریالانو په مرکز کې د جمعې په ورځ ملالې یوسفزۍ ته د درناوي په مناسبت سیمنار جوړ شوی وو.


په سمینار کې ((د ښځو تعلیم او ترهګرۍ)) په موضوع له بېلا بېلو مکاتب فکر سره تعلق لرونکو پوهانو، څېړونکو، صحافیانو، شاعرانو، د مدني ټولنو استازو او سیاستوالو ویناګانې وکړې.

د ښځو د خېر ښیګړې لپاره کارکونکي تنظیم ساوت ایشیا وومن ان میډیا او او د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو سازمان سیفما د دې غونډې تابیا کړې وه.

د سیفما مشر ډاکټر جبارخټک د یاد سمینار د اهدافو په اړه مشال راډیو ته وویل:

((دا یو علامتي پروګرام دی . په ټوله دنیا کې ملالی ته د درناوي په موخه سرګرمیانی شوي دي دا هم د غه شان یوه سرګرمي ده .ملاله اوس د یوې نجلۍ نوم نه دی ، دا یو د مبارزې، سوچ او جذبې نوم دی.))

ډاکتر جبار خټک له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت
ډاکتر جبار خټک له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت

جبارخټک زیاته کړه ملاله یوسفزۍ د میوند د ملالې یاد تازه کړ، ټوله نړۍ د ملالې میړانه مني خو د پاکستان په څېر ترهګرۍ ځپلي هیواد کې د ملالې د دې میړانې هومره ستاینه و نه شوه څومره چې په کار وه.

سمینار ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سېند اسمبلۍ غړې سیما ضیا وویل پر ملاله یوسفزۍ د وسله والو له خوا برید دا په ډاګه کړه چې په پاکستان کې سکول ته تلونکې وړې ماشومانې هم د ترهګرو له حملو بچ نه شي پاتي کیدای:

((ترهګرو ملاله یوسفزۍ په ګولۍ وویشته او دا یې ثابته کړه چې دومره بې رحمه یو چې سکول ته تلونکې د ګل په شان ماشومه هم ژوندۍ نه پریږدو، د خدایې په خاطرلږ فکر وکړئ ، زموږ ټولنه کوم پلو روانه ده ؟))

ډاکتره فوزیه له مشال راډیو سره خبرې کوي
ډاکتره فوزیه له مشال راډیو سره خبرې کوي

په سیمینار کې ګډون کونکې د مدني ټولنې غړی ډاکټرې فوزیه مشال راډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ (د ځوانانو عمومي جرګې) ته د ملالۍ یوسفزۍ وینا په نړیواله کچه یو تاریخ جوړ شوی او دا نه یوازې د پښتنو له پاره ویاړ دی بلکې ملاله د ترهګرۍ په ضد د امن سېمبول او علامت جوړ شوی دی.

په سیمینار کې د ښځینه او نرینه شاعرانو له خوا ملالی یوسفزۍ ته د مینې او عقیدت پېرزونې وړاندې شوې او په جنرل اسمبلۍ د هغې د وینا ځینې برخې واورول شوې.

(( یو ماشوم ــــــ یو استاز ـــــــــ یو کتاب او یو قلم نړۍ بدلولای شي.))

د سیمینار په اخر کې د سېند صوبې د تعلیم وزیر او د صوبایي اسمبلۍ پخواني سپیکر نثار کوړو د ماشومانو د تعلیم له پاره د ملالې یوسفزۍ کړنې وستایلې .

XS
SM
MD
LG