د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبانو مننه چې د ملالې په اړه مو خط ولیکلی"


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

محمد حنیف لیکي، ددې لپاره هم مننه چې طالبان یوه څوارلس کلنه جینۍ ـــــ خپله دښمنه ګڼي.

په ګارډین ورځپاڼه کې محمد حنیف ـــــــ د یو طالب کماندان له خوا د جینکو د تعلیم دفاع کونکې ملاله یوسفزۍ ته د لیک په جواب کې یو لیکنه کړې ده.


محمد حنیف د طالبانو کماندان ـــــ عدنان رشید ـــــــ ته په ځوابي لیک کې لیکي ـــــ دا لیک زه په ذاتي توګه لیکم او کیدای شي د پاکستان ولس یا حکومت داسې فکر نه کوي ـــــ خو زه ستا له خوا ملاله یوسفزۍ ته د لیک مننه کوم. په پاکستان کې ستاسو ډیرو پلویانو دا ادعاوی کولې ـــــ چې طالبان به هیڅکله هم په یوه ماشومه جینۍ برید ونکړي . هغوی ویل چې ملالې د نوم ګټلو او برتانییا د ویزې لپاره ځان پخپله ویشتلی دی. خو تا دا منلې ده چې ستاسو کماندانانو د ملالې د وژلو هڅه کړې وه ددې لپاره هم زه ستا مننه کوم.

محمد حنیف لیکي ــــــ ددې لپاره هم مننه چې طالبان یوه څوارلس کلنه جینۍ ـــــ خپله دشمنه ګڼي. او که چرې هغه دا وايي چې قلم تر تورې زورور دی نو بیا به هغه له تورې سره مخ کیږي.

ستا په شان دلته نور هم داسې خلک شته کوم چې دا په یقین سره نه شي ویلای ــــــ چې آیا د اسلام له مخه په ملاله برید سم وو او که نا سم ــــ او آیا هغه د وژلو مستحقه ده او کنه ـــــ ولې تا بیا په خپل لیک کې لیکلي دي ـــــ چې دا موږ الله ته پریږدو. په پاکستان کې ډیر داسې خلک شته ـــــ کومو کې چې ځني مسلمانان هم نه دي ــــ کوم چې د ژوند له ستونځو او سختو سره مخامخ شي نو وايي چې راځۍ چې دا الله ته پریږدو. ځینې وختونو کې دا د بې وسه خلکو لپاره یواځیني تسلي وي. خو ډیر خلک چې کله یوه ماشومه په مخ وولې نو دا نه وايي چې هرڅه يي الله ته پریښودي دي.

محمد حنیف وړاندې لیکي ــــــ موږ ته دا ویل شوي دي چې اسلام د عربو له خوا د نجونو د ژوندۍ ښخولو غوندې د خراب کار د ودرولو لپاره راغلی دی خو که نن څوارلس سوه کاله وروستو هم موږ د جینکو په سرونو ددې لپاره ګوزار کوو چې خولې وربندې کړو نو کیدای شي څوک ووايي چې موږ ډیر پرمخ نه یو تللي.

محمدحنیف په پای کې لیکلي ــــــ کیدای شي ته د پوځ پرضد وجنګیږي او کیدای شي چې د پوځ د سرلښکر د وژلو هڅه وکړې خو ته په خپل چاپیریال کې دا نه شې کولې چې د ښځو سره جنګ پیل کړې او دا امید ولرې چې ته به يي وګټې. ته هغوی ته نه شې ویلای چې خولې وتړي او په کورونو کې کښېنې. وجه يې داده چې هغوی به هیڅکله هم دا خبره ونه مني.
XS
SM
MD
LG