د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حسیبه شهید په یاد



د افغانستان تر شل ورځني سفر وروسته دفتر ته راغلم، د دفتر ودانۍ ته په رانژدې کېدو سره مې د پخوا په څېر خپل ټليفون راواخيست.


حسيبې!

تا ته مې زنګ وواهه، پنځه دقيقې د دفتر مخې ته ولاړ وم، فکر مې کاوه چې ته به اوس له دفتر نه راوځې او ما به له ځان سره دننه بيايې.

کله چې مې پام شول ته نه يې، ډېر مې وژړل.

نن مې پس له ډېرې مودې بيا هغه صحنې سترګو ته ودرېدې، چې په نژدې وختونو کې راباندې تېرې شوې دې.

اى حسيبې!

ته ما ته د تل لپاره ژوندۍ یې.
XS
SM
MD
LG