د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغان مشرانو په وژنه کې د پاکستان لاس دی"


ډاکټرسپنتا دا څرګندونې په هرات کې د خپل ورور احمدولي د ښخولو په مراسمو کې چې تیره ورځ د هرات په کرخ ولسوالۍ کې ووژل شو، وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا رییس رنګین دادفرسپنتا پاکستان تورن کړ چې؛ د افغان مشرانو او دولتي چارواکو په وژنې کې لاس لري.


ډاکټرسپنتا دا څرګندونې نن د پنجشنبې پر ورځ په هرات کې د خپل ورور احمدولي د ښخولو په مراسمو کې چې تیره ورځ د هرات په کرخ ولسوالۍ کې ووژل شو، وکړې.

سپنتا ادعا وکړه چې؛ پاکستان ځیني خلکو ته په پیښور، میرانشاه او کوټې کې تروریستي روزنې ورکوي او بیا یې د افغان دولت د مشرانو او رهبرانو د وژلو لپاره افغانستان ته لیږي.

پاکستان تر اوسه پورې د افغان دولت د دغه جګپوړي مقام د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د نوموړي د ورور د وژنې مسولیت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
XS
SM
MD
LG