د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ولسمشر کرزی پاکستان ته رابولو"


د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز
د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز

د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وویل: "د طالبانو دفتر په موقته توګه تړل شوی، نه دایمي

د پاکستاني وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز پرون(چارشنبه) په اسلام اباد کې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ویلیم هیګ سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو لپاره کابل ته ځي، چې پاکستان ته د نوموړې د سفر لپاره لاره هواره کړي.


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.


له سرتاج عزیز څخه په دې خبرې غونډه کې وپوښتل شول چې؛ په لندن کې د بریتانیا، پاکستان او افغانستان د مشرانو په درې اړخیزه غونډه کې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو ملاتړ وشو، خو اوس دا دفتر تړلی، پاکستان د بریتانیا په همکارۍ د دې دفتر په بیا پرانیستلو کې څه رول لوبولی شي؟

د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وویل:

"د طالبانو دفتر په موقته توګه تړل شوی، نه دایمي. نو موږ هیلمن یوو، هغه ستونزې به چې پر دې دفتر د طالبانو د امارت د بیرغ او لوحې د پورته کولو له کبله رامخې ته شوې هوارې شي او د طالبانو او امریکا ترمنځ به یو ډول خبرې اترې پیل شي. بل ګام به دا وي چې ایا طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره هم خبرې وکړې که نه.

دا دواړه هڅې زموږ، بریتانیا او امریکا له خوا روانې دي څو د سولې لپاره اسانتیاوې رامنځ ته شي. کله چې خبرې پیل شي نو دوام به وکړي."

د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ وویل:

"موږ د طالبانو د دفتر په اړه هم خپلو کې خبرې اترې وکړې، موږ د سولې د بهیر ملاتړ کوو، بریتانیا له مودو راهیسې په افغانستان کې د سولې د بهیر پلوي ده.

موږ فکر کوو چې؛ په افغانستان کې د سولې د بهیر بریالي کېدل تر ډیره د پاکستان په ګټه تمامیږي. زه د سولې له پروسې سره د پاکستان د ملاتړ هرکلۍ کوم."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، په دې خوشاله دی چې؛ په بهرنیو اړیکو کې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار کابل ته ځي.

د ویلیم هیګ د سیمې د امنیت لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ډیرې مهمې دي او بریتانیا به د کابل او اسلام اباد د اړیکو د ښه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت تر دې مخکې هم ولسمشر حامد کرزي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې وه، خو ولسمشر حامد کرزي ویلي په یو مناسب وخت کې به پاکستان ته سفر وکړې خو سفر یې باید مثبت نتایج ولري.
XS
SM
MD
LG