د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې د وسله والو پر ضد عمليات شوي


جنرال عبدالرازق وايي، "زموږ سرحدي پوليس اوس پیاوړي دي، داسې وسلې لري، چې له ډېورنډ کرښې د پورې غاړې د بريدونو مخه تر يوې اندازې ونيسي"

چارواکي وايي، سرحدي پوليسو د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عمليات کړي دي چې پکې څلور تنه وسله وال وژل شوي او وسلې يې سرتېرو ته ور پاتې شوې دي. په جنوب کې د سرحدي پوليسو درستيزوال جنرال رازق وايي، پوليسو وروسته له هغه عمليات وکړل، چې په سيمه کې د وسله والو فعاليتونه زيات شول.


دی وايي، اوس سيمه له وسله والو پاکه شوې او د وسله والو وسلې پوليسو ته ورپاتې دي.
"په هغه سيمه کې له څه وخت را هسې د طالبانو فعاليتونو ډېر شوی وو، بيا سرحدي پوليسو هغوی پر ضد عمليات وکړل، چې پکې څلور تنه طالبان ووژل شول، جسدونه وسلې او موټر سايکلونه يې سرحدي پوليسو ته ور پاتې دي. اوس سيمه له طالبانو پاکه ده او سرحدي پوليس پکې ګزمې کوي."

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

جنرال رازق وړاندې وايي، تېره اوونۍ د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې هم د افغان سرحدي پوليسو پر پوستو د درنو وسلو بريدونه شوي وو، خو وايې، سرحدي پوليسو يې په غبرګون کې هماغه سيمې په نښه کړې او د نورو بريدونو مخه يې نيولې ده.

"زموږ سرحدي پوليس اوس پیاوړي دي، داسې وسلې لري، چې له ډېورنډ کرښې د پورې غاړې د بريدونو مخه تر يوې اندازې ونيسي، تېره هفته له هغې خوا څو هاوانونه او توغندي را شارټ شوي وو، خو سرحدي پوليسو هغه سيمې تر انداختونو لاندې نيوي او له هغې خوا يې پر افغانستان د نورو بريدونو مخه ونيوه."

څه موده وړاندې هم په زابل کې د سرحدي پوليسو پر ځينو پوستو د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې بريدونه شوي وو. خو چا ته يې مرګ ژوبله نه وه اړولې.
XS
SM
MD
LG