د لوګر امنیتي چارواکي وایي چې؛ نن د شېشنبې پر سهار اوه بجې اته تنه افغان مزدروان د وسله والو مخالفانو له خوا وژل شوي.
د لوګر د امنیې قومندانۍ مرستیال رییس خان صادق عبدالرحیمزي مشال راډیو ته وویل چې؛ دا کسان مرکز پل علم پورې اړوند د کلنګار د سیمې اوسیدونکي دي او په دې ولایت کې یې د بهرنیو ځواکونو په مرکز کې مزدوري کوله.
صادق عبدالرحیمزي وویل، اته سره کسان نن سهار کله له خپلو کورونو د کار پر لور روان ول، له موټره کوز کړل شوي او بیا د خوښۍ ولسوالۍ په دښته کې وژل شوي دي.
خو د سیمې څو تنو اوسیدونکو مشال راډیو ته وویل چې؛ دا اته کسان مرکز پل علم پورې اړوند په خضرکلي کې وژل شوي او مړي یې د کلنګار کلي ته لیږدول شوي دي.
که څه هم صادق عبدالرحیمزي د دې کسانو د وژلو مسوول وسله وال طالبان وبلل خو هغوی لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او کومې بلې ډلې هم د دې کسانو د وژلو مسوولیت تراوسه نه دی اخیستی.