د لاسرسي ځای

تازه خبر

"سنوډن راوسپارۍ"


د امریکا د استخباراتی ادارې د خفیه مالوماتو په ډاګه کوونکي د فراري اهلکار ایډورډ سنورډن لخوا روس ته د پناه د درخواست کولو نه پس وایټ هاؤس یو وار بیا ماسکو ته په خپل اپیل باندې ټینګار وکړ او وې وییل چې هغه دې د خپل هېواد نه بهر کړي.

د وایټ هاؤس ویاند جې کارنې پرون وویل سنوډن د انساني حقونو کارکوونکې نه دې چې ورته دې سیاسي پناه ورکړل شي.

[زموږ موقف دا دی چې سنوډن دې امریکا ته واپس کړل شي او هغه ته دې امریکا ته د ستنیدلو نه علاوه نور د نړیوال سفرونو اجازت ورنه کړل شي. هغه د انساني حقونو کارکوونکې نه دې، هغه د حکومت مخالفه نه دې بلکې هغه باندې د خفیه حکومتي مالوماتو د ښکاره کولو الزام دی]

جې کارنې زیاته کړه چې سنوډن به په دې الزامونو کې عدالت سره مخامخ کیږي.
بلخوا د روس د مایګریشن مرکزي ادارې وېلي دوي به د سنوډن لخوا د پناه په درخواست درې میاشتو کې دننه غور وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG