د لاسرسي ځای

تازه خبر

"بلوچستان کې باید قانون پلی شي"


د ايکسپريس ټرېبيون په اداريه کې حکومت ته وړانديز شوی دی چې د بلوچستان د حالاتو سمولو له پاره بايد دغلته د قانون عملداري يقيني کړل شي.

د ايکسپريس ټرېبيون په اداريه کې د پاکستان د مرکزي حکومت هغه اعلان راخيستل شوی چې ويلي يې دي، د بلوچستان د ناامنۍ مسالې د هواري له پاره به د صوبې قانون نافذوونکي نظام ته له نوي سره کتنه کوي. حکومت ويلي چې د پوليس ځواک کارکردګي به ارزوي او د سرتېرو به يې شمېر زياتوي.


اداريه وړاندې ليکي، په بلوچستان کې د ۳۵۰۰۰ پوليس سرتېرو سربېره د فرنټير کانسټيبلري ځواکونه هم ځای پر ځای شوي دي، خو زياتوي چې د امنيتي سرتېرو دغه شمېر د رقبې له لحاظه د دغې لوی صوبې له پاره لږ دی.

په اداريه کې حکومت ته وړانديز شوی دی چې د بلوچستان د حالاتو سمولو له پاره بايد دغلته د قانون عملداري يقيني کړل شي. د ورځپاڼې په ليکنه، په ياده صوبه کې د امنيتي سرتېرو د شمېر زياتولو حکومتي اعلان ښايي يو ښه اقدام وي، خو په دغه لړ کې نور جدي ګامونه هم بايد پورته کړل شي.
XS
SM
MD
LG