د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ولې د ملالې ورځ و نه لمانځله


ملاله یوسفزۍ ملګروملتونو ته وینا کوي
ملاله یوسفزۍ ملګروملتونو ته وینا کوي

په ليکنه کې ويل شوي، ملالې د ماشومانو د تعليم د حق له پاره په زغرده غږ پورته کړی او ډېره پر ځای ده چې پر نوم يې ورځ ولمانځل شي.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې عميمه ايمن ليکي، د نورې نړۍ له پاره ملاله يوسفزۍ يوه اتله ده، خو د پاکستان دننه بيا يو د پام وړ شمېر خلک انګيري چې غربي هېوادونو نوموړې خامخا په رسنيو کې راښکاره کړې ده.


په ليکنه کې راغلي، ملالې په ملګرو ملتونو کې جوړې د ځوانانو غونډې ته، په داسې ورځ چې د دې پر نوم نومول شوې وه، وينا وکړه. ليکنه زياتوي، دا ډېره خواشينونکې خبره ده چې د پاکستان يوه جينۍ، چې له خپل هېواد او له خلکو سره يې بې کچه مينه لري، په پاکستان کې يې دې ورځ و نه لمانځل شي.

ليکنه وړاندې کاږي، ۶۶ کالونه وشول چې پاکستان له بريتانيا ازادي تر لاسه کړې، خو لا هم د دې هېواد خلک د غرب پر وړاندې له غوسې ډکه يوه رويه لري. د ليکوالې په خبره، کله چې غربي نړۍ ملاله د هغې د هڅو له پاره وستايله، موږ د نوموړې قرباني له پامه وغورځوله او يوازې د غرب پر دوه مخې سياست مو خپله توجه مرکوز کړه.

په ليکنه کې ويل شوي، ملالې د ماشومانو د تعليم د حق له پاره په زغرده غږ پورته کړی او ډېره پر ځای ده چې پر نوم يې ورځ ولمانځل شي.
XS
SM
MD
LG