د قبایلي سیمو لپاره د فاټا سکریټرېټ چارواکي، په سیمه کې د پرله پسې ناامنۍ او پوځي عملیاتو له کبله څه باندې یو زر سکولونه تړل شوي دي.
له مشال راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د فاټا سیکریټرېټ د تعلیم څانګې ویاند هاشم خان وویل، چې د سکولونو د بندېدو له وجې تر څلوېښت زره زیات ماشومان له تعلیم حاصلولو بې برخې دي.
په قبایلي سیمو کې له تېرو څو کالونو راهیسې د د روانې ناامنۍ له وجې که یو خوا په زرګونه کورنۍ بې کوره شوې نو بلخوا په سیمه کې د وسله والو طالبانو لخوا په بیا بیا سکولونه په بمونو الوځول کېږي.
د مشال خبریال مجید بابر د فاټا سیکریټرېټ د تعلیم څانګې ویاند هاشم خان بابر سره مرکه کړې او په سر کې یې د تړل شویو سکولونو حال پوښتلی.