د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: ماشوم تېښونکي ونیول شول، ۱۱ کوچنیان ازاد


کراچۍ: د کوچنیانو تېښونکي ونیول شول، ۱۱ ماشومان ازاد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:27 0:00

کراچۍ: د کوچنیانو تېښونکي ونیول شول، ۱۱ ماشومان ازاد

و بل ورور مې هم پلار وهلی و، زه هم ، له کوره وتلي و، زه په ورور پسې ګرځیدم، په موټرسایکل دوه کسان راغلل زه یې له ځانه سره بوتلم.

د کراچۍ پولیس چارواکي وایي د نهې یا سه شنبې په شپه یې د ښار له ګزري سیمې دوه کسان نیولي دي او د هغوی له ولکې یې ۱۱ ماشومان راخوشي کړي دي.


د کراچۍ د ډاکس تاڼې پولیس افیسر سعیدخان مشال ریډیو ته ویلي نیول شوي کسان عامر او بابو نومیږي. دوی به ماشومان تېښتول او هغوی به یې د خېرات راټولولو او یا هم نورو غېر قانوني کارونو لپاره کارول.

((د یو ورک شوي ماشوم د پیدا کولو په لړ کې مو د عامر په نوم یو تن د شک په بنیاد ونیولو او چې کله مو له هغه پلټنې وکړې، نو راته مالومه شوه چې عامر د بابو په نوم یو بل تن ته ماشومان ورکوي، بابو هغوی ساتي او خیرات ټولونې او په نورو برخو کې له ماشومانو ناوړه ګټه پورته کوي))

د سعیدخان په خبره په دغوماشومانو کې زیاتره هغه کوچنیان شامل دي کوم چې په خپلو کورونو کې وهل کیږي ټکول کیږي ،دغه ماشومان له کورونو تښتي او بیا د سرپناه په تلاش کې ددغو خلکو په لاس ورځي چې هغوي بیا د سر پناه ورکولو په بدل کې له دې ماشومانو ناوړه ګټې پورته کوي.

په راخلاص شویو ماشومانو کې یو۱۲ کلن اسد هم دی ، نوموړی خپله کیسه څه داسې کوي

((یو بل ورور مې هم پلار وهلی و، زه هم ، له کوره وتلي و، زه په ورور پسې ګرځیدم، په موټرسایکل دوه کسان راغلل زه یې له ځانه سره بوتلم. ما ژړل خو هلته څوک نه و، بیا دوي زه خپل ځای ته بوتلم. ماته مې خپله مور او د کور ټول خلک رایادېږي))

د ابرار په نوم یو بل ماشوم وایي د تېرو شپږو کلنو راهسې هغه د خپل کوره وتلې دی او د تېرې اوږدې مودې راهیسې د دغو خلکو په ولکه کې دی. ۱۴ کلن ابرار زیاتوي، یو څه موده هغه د کراچۍ ښار په بیلا بېلو چوکونو یا څلور لارو خېر غوښتلو.

(( خپله مور مې وفات شوې ده، پلار به په کور کې وهلم او راته ویل به یې چې که پیسې درسره وي کور ته راځه که نه نو مه راځه، ماپه دې موده کې خیرات ټول کړی دی او کاغذونه مې راټول کړي دي))

راخلاص شویو زیاتره ماشومانو ته داسې چلونه ورمالوم دي چې د هغې په کولو دوي په څرګنده جسماني معذور ښکاري خو په حقیقت دوي ټول روغ رمټ دي.

پولیس افسر سعید خان وایي ددې عمر له ماشومانو څخه د ترهګرۍ ترڅنګ په نورو جرمونو کې د ککړتیا کار هم اخیستل له امکانه بهر نه دي او دوی له نیول شویو کسانو څخه په دې اړه هم پلټنې کوي چې هغه ماشومان چې تراوسه د دوی لاس ته ورغلي دي او ورک دي ، هغوي چرته دي؟

XS
SM
MD
LG