د لاسرسي ځای

بنګله دېش: د جومات اسلامي مشر ته سزا


په بنګله دېش کې د جومات اسلامي مشر غلام اعظم د پولیس په بدرګه کې

په بنګله دېش کې د جومات اسلامي مشر غلام اعظم د پولیس په بدرګه کې

د جومات اسلامي ۹۰ کلن مشر غلام اعظم له پاکستان څخه د ازدۍ غوښتونکو خلاف د ټولوژنې او جنسي تېريو سرغنه وو

په بنګله دېش کې د جومات اسلامي مشر غلام اعظم ته د ۱۹۷۱ م په جګړه کې د جنګي جرمونو ترشا د لاس درلودلو په تور د مرګ سزا اورول شوې.


له دې وړاندې هم د روان کال په فرورۍ مياشت کې د ياد ګوند مرستيال مشر دلاور حسېن ته د مرګ سزا اورول شوې وه.

په بنګله دېش کې د جماعت اسلامي مشر غلام اعظم ته د ۱۹۷۱م په نهه مياشتنۍ جګړه کې د انسانيت خلاف په جنګي جرمونو کې د ککړ کېدو له کبله د ۹۰ کلونو د قېد سزا اورول شوې وله.

نوموړي ته دا سزا د بنګله دېش د جنګي جرمونو په عدالت کې اورول شوې. پرون(د دوشنبې ورځ) په ډاکه کې له عدالته بهر له خبريالانو سره په خپلو خبرو کې څارنوال ايم کې رحمان وويل:

چې د جومات اسلامي ۹۰ کلن مشر غلام اعظم له پاکستان څخه د ازدۍ غوښتونکو خلاف د ټولوژنې او جنسي تېريو سرغنه وو :

((په مشرقي پاکستان کې د جومات اسلامي مشر پروفسر غلام اعظم د انسانيت خلاف په جرمونو کې ککړ ګرځېدلې ، د ده پر ضد پنځه تورونه وو او پنځه واړه ثابت شوي دي او دارنګ عدالتي ټريبيونل دی نتيجې ته ورسېدو چې نوموړي ته دې د مرګ سزا ورکړل شي.خو د ده زيات عمر او بيمارۍ ته په کتو سره دا پريکړه وشوه چې د ۹۰ کالونو قېد يا په جيل کې تر مرګه پورې د بند سزا ورکړل شوه))

د جومات اسلامي غلام اعظم ته سزا ورکول د هغه کړۍ برخه ده چې له څه مودې دراهيسې په بنګله دېش کې شورو شوې ، له دې وړاندې د روان کال په فرورۍ مياشت کې د ياد ګوند مرستيال مشر دلاور حسېن ته هم د مرګ سزا اورول شوې وه ، خو پوښتنه دا ده چې د ۷۱ م په جګړه کې هم د پاکستان څوک د انسانيت خلاف په جرمونو کې ککړ وو او که نه ؟

د دې په ځواب کې په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کارپو حسن عسکري وايې که څه هم ځینې کسان ککړ وو خو د ده په خبره په هغې کې زياتره مړه شوي دي او ډېر لږ ژوندي دي. خو حسن عسکري د بنګله دېش په څېر دغه کسانو ته د سزا ورکولو مخالفت کوي او وايې چې تېر وختونو ته د تلو پرځای بايد چې پرمخ ولاړ شو.

((په هغه کې ځینې پوځيان وو چې په حمودالرحمان کميشن کې يې هم ذکر شوی، خو زما په فکر د تيروختونو په مسلو کې د بوخت کېدو سره به د پاکستان مستقبل خوندي نه شي. د ۷۱ يم کال چلنجونه د ۲۰۱۳ م کال له چلنجونو مختلف دي نو د پاکستان مسلې به د ۲۰۱۳ کال له چلنجونو حل کولو سره ختمېږي او تاريخ کې د ګېرپاتې کېدو څخه راتلونکې نه شي خوندي کېدی))

خو د پيښور يونيورسټۍ پروفسر اعجاز خټک د حسن عسکري له دی خبرو سره اتفاق نه کوي او وايې که د بنګلهدېش په څير په پاکستان کې هم په جنګي جرمونو کې ککړ کسانو او د قانون ماتونکو ته که سزا ورکړل شي نو د دوي په خبره له دی سره به په راتلونکي کې د دا قسمه پيښو مخنيوی وشي :

کارپو اعجاز خټک وايي، چې په جمهوري هېوادونو کې دا يوه عام خبره ده چې څوک هم په جرمونو کې ککړ وګرځي هغوی ته سزا ورکول کيږي خو د ده په خبره په پاکستان کې دا له رواج نه دی خو د ده په خبره د تېرو پنځو کلونو د جمهوريت او واک بيا بل جمهوري حکومت ته د سپارلو سره حالات د سمېدو پر لور روان دي او دا تمعه لري چې کېدې شي په راتلونکي کې د پاکستان دننه هم خلک په جنګي جرمونو کې د ککړ کسانو په اړه پوښتنې راپورته کړي.
XS
SM
MD
LG