په مصر کې امنیتي ځواکونو پر هغو اسلامپالو مظاهره چیانو اوښلن ګېس غورځولی دی چې د لرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي د بیرته پرځای کولو غوښتنه کوي.
د قاهرې پر یوه مشهور پله رامنځ ته شوې دا د روانې اونۍ تر ټولو لویې نښتې بلل شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وزیر ویلیم برنز د دوشنبې په ورځ وختي د مصر له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
دا له هغه وروسته مصر ته د یو لوړپوړي امریکايي چارواکي لومړی سفر وو چې د جولايي پر دریمه نېټه د دې هیواد پوځ ولسمشر محمد مرسي له واکه لري کړ.
ویلیم برنز په قاهره کې خبریالانو ته وویل.
(يوازې د مصر خلک خپل راتلونکى ټاکلاى شي. زه له امريکايي حل لارې سره دلته نه يم راغلى، نه هم چا ته د درس ورکولو لپاره راغلى يم. موږ پوهېږو چې د مصر خلک بايد د ډيموکراسۍ پر لوري د تګ لپاره خپله لار هواره کړي. موږ پوهېږو چې دا به زموږ وړاندیز نه وي، موږ به پر مصر هېڅ ډول نمونه ونه تپو)
ویلیم برنز د مصر پر ویل شوو ډلو ږغ کړی دی چې خپل منځي اختلاف له منځه یوسي او د تشدد د پای ته رسولو لپاره یو له بل سره خبرې اترې وکړي.