د افغانستان د جلال اباد ښار بهسودو پل ته څېرمه په يوه چاودنه کې پنځه تنه ملکې دوه تنه وژل شوي او درې ټپي شوي دي.
د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجي هغه وخت وشوه چې د بهسودو پل ته پر غځيدلې سړک په يوه سايکل کې اېښودل شوي چاودونکي توکي واچودل.
خبر پاڼه ليکي چې د پيښې په تړاو يې تر دې دمه څوک نه دي نيولي او نه هم کومې وسله والې ډلې د پيښې پړه منلې ده.