د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی د انتخاباتو نوی قانون لاسلیکوي


په پام کې ده چې په افغانستان کې د انتخاباتو قانون نن د سېشنبې پر ورځ د لاسلیکولو لپاره ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړل شي.


دا له هغه وروسته ده چې د ملي شورا ګډې کمېټۍ پرون وويل، د انتخاباتو د قانون پر اختلافي ټکو سره سلا شوي دي او دا قانون دې ته چمتو دی چې ولسمشر ته د لاس لیک لپاره وړاندې کړل شي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او نورو ادارو له ملي شورا څخه غوښتنه کړې وه چې دا قانون ژر تر ژره منظور کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو انتخابات د راتلونکي کال په اپرېل میاشت کې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG